Language

د کورنيو چارو وزارت: تېزاب شيندونکيو ته دې سخته سزا ورکړل شي

کابل(پژواک١٨ليندۍ٩٠) د کورنيو چارو وزارت وايي چې تېره ورځ يې په کندوز ولايت کې د يوې کورنۍ پر غړيو د تېزاب پاشلو په تور درې تنه نورهم نيولي دي.

د روانې مياشتې په شپږمه يو شمېر وسلوال په کندوز کې د يوه ځايي اوسېدونکي سلطان محمد کور ته ننوتل او د   د هغه پر مېرمن او درېيو لوڼو يې تېزاب وشيندل.

پوليسو په دې تړاو تر پېښې وروسته د ناصر په نوم يوتن په کندوز کې ونيو. 

د کورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې پوليسو تېره ورځ د عبدالکريم، عبدالرحيم او فضل په نومونو په ياده پېښه کې د لاس لرلو په تور درې نور کسان هم په کندوز ښار کې نيولي دي.

ده وويل چې نيول شوي درې تنه کابل ته لېږدول شوي دي.

 صديقي وويل چې نيول شويو کسانو په خپل دې عمل سره افغانستان په نړيواله کچه بدنام کړى او ډېر ژر به د نورو څېړنو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

 هغه هيله وښوده، چې تېزاب پاشونکي په سختې سزا محکوم شي ، ترڅو په راتلونکې کې څوک د دا راز کارونو جرئت ونه کړي.

سلطان محمد ، چې پر مېرمن او لوڼو يې تېزاب شيندل شوي ، هم په نننۍ خبري ناسته کې حضور درلود.

 سلطان محمد وويل چې وسلوال کسان د شپې ناوخته د کندوز ښار په شورابه سيمه کې دده کور ته ورغلل او دى يې تر وهلو ټکولو وروسته په بورۍ کې وتاړه .

 هغه وايي ،چې وسلوالو دده تر تړلو وروسته دده د کورنۍ پرغړيو تېزاب وشيندل.

 ده نيول شوي کسان جنايتکاران وبلل او هغوى ته يې د سختې سزا غوښتنه وکړه.

سلطان محمد وايي چې شاوخوا دوه کاله مخکې يادو کسانو له هغه څخه غوښتي و، چې لور يې ( ممتاز)  ناصر نومي ته په نکاح ورکړي ، خو ده دغه غوښتنه رد کړه او دا کار ددې لامل شو، چې يادو کسانو يې د کورنۍ پر غړيو تېزاب وشيندل .  

 دده په وينا، ممتاز د کندوز ولايت د ښځو چارو رياست له خوا هند ته در درملنې لپاره استول شوې ده .

 هغه د خپلې مېرمنې او دوو نورو لوڼو د روغتيايي حالت په اړه څه ونه ويل، خو له دولت څخه يې د مالي مرستې    غوښتنه وکړه.

 کورنيو چارو وزارت په کندوز ښار کې د تېزاب شيندلو په تړاو نيول شوي درې تنه په کابل کې خبريالانو ته وښودل ، خو خبريالانو ته يې اجازه ورنه کړه ، چې له هغوى سره خبرې وکړي.