Language

امريکا دشينډنډ له هوايي لوا سره د ١٨ الوتکو مرسته وکړه

هرات ( پژواک دليندۍ ١٩مه ٩٠): لومړنۍ  پرمختللې ترانسپورتي او تعليمي هليکوپترې د امريکا دمتحده ايالاتونو له خوا ،دشينډنډ هوايي ځواکونو ته وسپارل شوې.

دشينډنډ دهوايي ځواک قوماندان جنرال محمدباقي نن(دليندۍ ١٩مه) پژواک خبري اژانس ته وويل،چې د امريکا په دې مرسته کې ٦ تعليمي او ٦ ترانسپورتي الوتکې او ٦ هليکوپترۍ شاملې دي.

د شينډنډ د هوايي ځواک دقوماندان په وينا C ١٨٢  ډوله تعليمي او C ٢٠٨ ډوله ترانسپورتي الوتکې او MD ٥٣٠ Fډوله هليکوپترۍ په دې مرسته کې شاملې دي،چې تر اوسه دهېواد په هواى ځواک کې ترينه استفاده نه ده شوې.

جنرال محمد باقي زياته کړه: (( دا لومړى ځل دى،چې دا ډول پرمختللې او کم لګښته  امريکايي  الوتکې موږ ته راکول کېږي،چې سبا ددې  الوتکو د الوت لپاره په رسمي ډول د پيلوټانو  عملي روزنه پيلوو))

ياد قوماندان زياته کړه، هغه  ٧ پيلوټان به په لومړي پړاو کې روزنه وويني،چې په دې وروستيو کې له هېواد څخه بهر يې روزنه ترلاسه کړې ده او وروسته به دکندهار،کابل او مزارشريف هوايي ډګرونو ته واستول شي.

دجنرال محمدباقي دمعلوماتو بربنسټ، په تېر يو کال کې ٢٠ پيلوټان ٢٣ خدمه او تخنيکي کسان د شينډنډ د هوايي ډګر په قوماندانۍ  کې روزل شوي دي او دمګړۍ ١٢٦کسان په امريکا و اماراتو کې د زده کړې په حال کې دي.

دشينډنډ دهوايي ځواک قوماندانۍ په هېواد کې د پيلوټانو،خدمو او د  پوځي هليکوپترو او نورو الوتکو د تخنيکي کسانو په روزنه کې لومړنى مرکز دى،چې د ١٣٨٩ کال د سلواغې په مياشت کې جوړ شو.

دا ځواک دشينډنډ په هوايي ډګر کې ،چې دهرات سويل لورته ١٢٠ کيلومتره لرې د شينډنډ په ولسوالۍ کې موقعيت لري رامنځ ته شوى دى،دشينډنډ له هوايي ډګر څخه دامهال امريکايي ځواکونه استفاده کوي.

د شمالي اتلانتيک پيمان سازمان(ناټو) تېرکال اعلان وکړ،چې په پام کې لري څو ددې هوايي ډګر د بيارغونې او سنبالتيا په خاطر ديو پنځه کلن پروګرام له مخې ١٨٤ ميليونه ډالره ولګوي او دا هوايي ډګر دافغانستان په کچه يو روزنيز مرکز چمتو کړي.

دناټو دخبري اعلامې پر بنسټ، اټکل کېږي چې دشينډنډ په هوايي ډګر کې د پيلوټانو او دهوايي تخنيکرانو لپاره يو روزه نيز مرکز ،چې له ټول افغانستان څخه په کې هوايي پرسونل  وروزل شي ، جوړکړي.

 په دې پنځه کلن پروګرام کې د ٤٠ پوځي الوتکو د الوت او ناستې  او د ٩٠٠ هوايي پرسونل  د روزلو لپاره دهوايي ډګر پراخول شامل دي.

دشينډنډ هوايي ډګر دهېواد له درې ګونو پوځي ميدانونو څخه ګڼل کېږي.

ددې هوايي ډګر تاسيسات او لس جنګي او باروړونکي الوتکې د ١٣٧١ لمريز کال د کورنۍجګړې پر مهال  ويجاړې او يا لوټ شوې ،چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال او د امريکا په مشرۍ دنړيوالو ځواکونو دبريد له امله په بشپړه توګه له منځه ولاړل.

د هوايى ځواک د رامنځ ته کولو  لپاره په لومړې ځل په هېواد کې د امان الله خان دسلطنت په دور (١٢٨٨ لمريز) کې ګام پورته شو او دا ځواک د پخواني شوروى له ملاتړ نه برخمن رژيم تر نسکوريدو پورې (١٣٧١) کې، يو قوي او مجهز ځواک پېژندل کېده.