کابل (پژواک ١٩ ليندۍ ٩٠): د امريکا سفارت او په افغانستان کې د مېشتو ايساف ځواکونو عمومي قوماندان هم د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ پېښه وغندله.
تېره ورځ د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ په نېشه ګام سيمه کې د جمعې د لمانځه پر مهال په جومات کې ځانمرګى بريد وشو، چې له امله يې د ولسوالۍ د پوليسو د قوماندان سمونيار محمداسماعيل په ګډون څلور تنه وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.
په کابل کې د امريکا د سفارت له خوا د ليندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ياده پېښه په کلکه غندل شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې امريکا به له خپلو افغان همکارانو سره په ګډه کار کوي، څو افغانان له ترهګريزو پېښو وژغورل شي او ورته سوله او ثبات رامنځته شي.
دغه راز په افغانستان کې د مېشتو ايساف ځواکونو عمومي قوماندان هم د غازي اباد پېښه په کلکه غندلې ده.
د ايساف عمومي قوماندان جنرال جان الن وايي: ((پرون وسله والو مخالفينو يو بل ډارن عمل ترسره کړ، دوى عام بېګناه وګړي په سپېڅلي ځاى کې ووژل.))
د هغه په وينا، د غازي اباد پېښه يوه بله بېلګه ده، چې وسله وال طالبان دعام ولس هېڅ پروا نه ساتي، د دوى يواځېنۍ موخه دا ده، چې عامو خلکو ته ستونزې راپيدا کړي.))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP