کلات (پژواک ١٩ ليندۍ ٩٠): د زابل ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د افغان او بهرنيو ځواکونو په يو لړ عملياتو کې د دولت اته وسله وال مخالفين نيول شوي دي.
د دغه ولايت د شاه جوى ولسوال محمدصديق د ليندۍ په ۱۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات د تېرې ورځې په اوږدو کې د پوليسو او بهرنيو ځواکونو له خوا په ګډه ترسره شول.
نوموړي زياته کړه، چې ياد عمليات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د شاه جوى ولسوالۍ د شوبار د سيمې په سرېزو او عظمت کليو کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې ترسره شول.
د ده په خبره، چې له نيول شويو وسله والو مخالفينو اوس پوښتنې روانې دي.
ولسوال محمدصديق زياتوي، چې له نيول شويو کسانو څخه يو ميل ار پي جي راکټ، يو ميل پيکا، څلور ميله کلاشينکوفونه، مخابرې او نور مهمات هم نيول ترلاسه شوي دي.
هغه وويل، امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال يوه اندازه چرس هم نيولي وو، چې وروسته له منځه يوړل شول.
بلخوا وسله وال طالبان وايي، چې د عملياتو پر مهال يې پر دولت پلوه ځواکونو بريد کړى او درانه تلفات يې ور اړولي دي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې د دوى ملګرو د شاه جوى ولسوالۍ د لودينانو له کلي سره پر امريکايي عسکرو بريد وکړ، چې د مرګ ژوبلې له ور اوښتو وروسته له سيمې وتښتېدل.
خو د شاه جوى ولسوال د طالبانو دغه ادعا رد کړه.
بلخوا د زابل ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېره ورځ پوليسو دوه تنه له ١٣١ بوريو امونيم نايتريت سره، چې په يوه مازدا موټر کې بار وو، نيولي دي.
سرچينه زياتوي، چې دغه توکي د ورانکاره کړنو په موخه له پکتيکا ولايت څخه کندهار ته لېږدول کېدل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP