کابل (پژواک ١٩ ليندۍ ٩٠): د دفاع او کورينو چارو وزارتونه وايي، هغه عمليات چې د دوى له خوا په يو شمېر ولايتونو کې ترسره شول په ترڅ کې يې ١٧ وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٩ نور نيول شوي دي.
هغه خبرپاڼه، چې د کورنيو چارو وزارت له لوري نن (د ليندۍ ١٩مه) پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې کاږي، چې په تېرو ٢٤ساعتونو کې په کندهار، هلمند، زابل، غزني او فراه ولايتونو کې د پوليسو دعملياتو په پايله کې د دولت ١٣ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړه، دغه عمليات د ملي اردو، ملي امنيت او له ايساف ځواکونو سره په ګډه ترسره شوي، چې په ترڅ کې يې يو تن ټپي او ٨ نور نيول شوي دي.
د سرچينې په حواله، په دغو عملياتو کې ١٣ميله کلاشينکوفونه، ١٢کړۍ ماينونه، درې ميله پيکا، يو راکټ لانچر، پنځه ميله تومانچې، پنځه ميله ډول ډول وسلې، يوه مخابره، د درنو وسلو پنځه مرمۍ، د سپکو وسلو پنځه کارتنه مرمۍ، ٤٦٧ کيلوګرامه ترياک، دوه کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او پنځه موټرسايکلونه ترلاسه شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، يو ماين خښونکى، چې غوښتل يې د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په پېروزي کلي کې د پرسونل ضد ماين ځاى پرځاى کړي، د ماين خښوولو پر مهال د پوليسو له خوا ترپېژندنې وروسته پر ډزو ووژل شو او له نوموړي څخه د پرسونل شپږ ماينونه او يوه مخابره هم ترلاسه شوې ده.
له بلې خوا، ملي دفاع وزارت د دولت د څلورو وسله والو مخالفينو د وژلو خبر ورکوي.
د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد شمېر مخالفين په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په سرپل، فراه، کندهار او پکتيکا ولايتونو کې د ملي اردو د منسوبينو له خوا وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې د دغو چاڼيزو او پوځي عملياتو په ترڅ کې يې ١١ تنه نور نيولي دي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې په يادو عملياتو کې ٩ کلاشينکوفونه، دوه لاسي بمونه، درې راکټ لانچرې، دوه تومانچې او ٥٠ کيلوګرامه چرس هم ترلاسه شوي او ٢٣کړۍ ماينونه له کشف وروسته شنډ کړاى شوي دي.
ملي دفاع وزارت تېره اونۍ ويلي وو، چې د ملي اردو منسوبينو د پوځي او چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې د دولت درې وسله وال مخالفين په کندهار، خوست، غزني او فراه ولايتونو کې وژلي او اوه نور يې نيولي دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن