کابل (پژواک ١٩ ليندۍ٩٠): ولسمشر حامد کرزي په کنړ ولايت کې د تېرې ورځې ځانمرګى بريد په کلکه غندلى دى.
تېره ورځ د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ په نېشه ګام سيمه کې د جمعې د لمانځه پر مهال ځانمرګى بريد وشو.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه راغلي، چې په بريد کې د ولسوالۍ د پوليسو د قوماندان سمونيار محمداسماعيل په ګډون څلور تنه وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه کې ولسمشر کرزي د وژل شويو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړې او هغو ته يې تسليت ويلى دى.
خبرپاڼې د کرزي له قوله ليکلي: ((هغه کسان چې د ټولو اسلامي لارښـوونو او ارزښتونو پر خلاف په سپېڅلو ځايونو او جوماتونو کې د مسلمانانو او بې ګناه انسانانو پر وژلو لاس پورې کوي، د اسلام دښمنان او هغه جنايتکاران دي، چې هېڅکله به هم د لوی خدای له عذاب او د افغانستان د خلکو له کرکې او نفرت څخه خلاصون ونه مومي.))
وسله والو طالبانو د دغه ځانمرګي بريد مسووليت پر غاړه اخيستى او ذبيح الله مجاهد، چې ځان د همدې ډلې وياند بولي ادعا کوي، چې په دغه بريد کې د غازي اباد ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون ١٣ پوليس سرتېري وژل شوي دي.