Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په مهترلام کې د چاودنې له امله پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

مهترلام ( پژواک ١٩ ليندۍ ٩٠ ) : د لغمان ولايت په مرکز مهترلام کې ديوې چاودنې له امله يو پوليس ووژل شو او څلور نور ټپيان دي.

ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ دامنيت آمر سمونيار محمد داوود بارکزي د ليندۍ په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه د غرمې په يوه بجه د مهترلام ښار اړونده د د کرنجاوې په سيمه کې وشوه.

هغه زياته کړه چې دا چاودنه د پوليسو د ګزمې پر مو‌ټر شوې، چې له امله يې يو پوليس وژل شوى او څلور نور ټپيان دي او رېنجر موټر هم ويجاړ شوى دى.

نوموړى وايي چې ټپيان ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د لغمان د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبداللطيف قيومي پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته د پوليسو يو جسد او څلور ټپيان راوړل شوي دي.

نوموړي د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله‌.

د روانې مياشتې په اتمه هم دمهترلام په دښته کې ديوې چاودنې له امله درې کوچيان ټپيان شوي وو.

تر اوسه ددې چاودنې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په مهترلام او شاوخوا سيمو کې د چاودنو پېښې زياتې شوې دي، په تېرو دوو مياشتو کې په مهترلام او الينګار ولسواليو کې د څلورو چاودنو له امله  له ٢٥ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله  اوښتې وه .

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.