Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان، ترکمنستان، هند او پاکستان تر منځ د ګاز د پېر او پلور تړون لاسليکېږي

کابل (پژواک ٢٢ ليندۍ ٩٠): په نږدې راتلونکي کې به افغانستان، ترکمنستان، هند او پاکستان د ګاز د پېر او پلور تړون په عشق اباد کې لاسليک کړي.

په هغې خبرپاڼه کې، چې د ولسمشر د وياند له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي، چې په دې اړه هوکړه د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي او د ترکمنستان د نفتو، ګازو او صنايعو د وزير بیرم گلیدی نادروف ترمنځ په ليدنه کې شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې ليدنه کې، چې پرون په کابل کې ترسره شوه، نادورف وويل، چې د افغانستان د کانونو له وزيرسره به د خپلې نننۍ ناستې پاتې موضوعاتو ته، په عشق اباد کې د يوې ناستې په ترڅ کې وروستۍ بڼه ورکړي او څلور واړه هېوادونه به د ګازو د خرڅلاو او پېرودو تړون د ترکمنستان په پلازمينه عشق اباد کې لاسليک کړي.

په مقابل کې حامد کرزي د دې پروژې د اهميت په پام کې نيولو سره ويلي، چې د دې پروژې له پلې کېدو سره نه يوازې د څلورو واړو هېوادونو اقتصادي وده ګړندۍ کېږي، بلکې په سيمه کې به د امن او ثبات په ټينګښت کې هم مثبتې اغېزې ولري.

په دې ليدنه کې د افغانستان د کانونو وزير وحیدالله شهراني او د ترکمنستان د نفتو د انسټيټيوت، د نفتو او ګازو د زېرمو د پراختيا رييس قربان مرادوف هم حاضر وو.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرې نږدې يوې مياشتې راپه دېخوا، په افغانستان کې د اوبلن ګاز بيه له ٥٠ افغانيو نږدې سل افغانيو ته لوړه شوې ده.

د دې ستونزې د هوارۍ په موخه، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت پرون اعلان وکړ، چې لس زره ټنه ګاز يې پېرلى او په ټيټ نرخ به يې کابل ښاريانو ته وړاندې کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.