Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سوداګرۍ وزارت له ترکمنستان څخه ٥٠زره ټنه نفتي توکي پېري

کابل (پژواک ٢٢ ليندۍ ٩٠): د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت په پام کې لري، چې په نږدې راتلونکي کې له ترکمنستان څخه پنځوس زره ټنه نفتي توکي وپېري.

د سوداګرۍ او صنايعو وزير انوارالحق احدي د ليندۍ په ٢٢مه په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې د دغه کار لپاره به د روانې ميلادي مياشې په ٢٨مه، د سوداګرۍ وزارت يو پلاوى ترکمنستان ته سفر وکړي.

دى وايي، چې ترکمنستان د دغه تړون لپاره مخکې شفاهي هوکړه کړې ده.

هغه وويل، چې په يادو نفتي توکو کې به ٢٠زره ټنه پټرول، ٢٠زره ټنه ډېزل او لس زره نور اوبلن ګاز شامل وي او ترکمنستان به يې د امتياز په ډول په ټيټه بيه پر افغانستان وپلوري.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرې نږدې يوې مياشتې راپه دېخوا په افغانستان کې د اوبلن ګاز بيه له ٥٠ افغانيو نږدې سل افغانيو ته لوړه شوې او د تېلو بيې هم په يو لېتر کې تر درېيو افغانيو لوړې تللې دي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت تېره ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ګاز د بيې د کمولو په موخه دغه وزارت لس زره ټنه ګاز په حيرتان او تورغونډۍ بندرونو کې پېرلى او په ټيټه به يې کابل ښاريانو ته وړاندې کړي.

احدي په نننۍ خبري ناسته کې د توکو د عرضې نامنظموالى په هېواد کې د بيو د لوړوالي لامل وباله.

دى وايي، دغه وزارت په پام کې لري، چې د نفتي توکو د تصدۍ وړتيا لوړه کړي، تر څو په بازار کې يې ونډه ډېره او له خصوصي سکټور سره سيالي وکړاى شي.

هغه زياته کړه، چې د يادې تصدۍ د وړتياوو لوړولو په موخه يې له ماليې وزارت څخه د ٥٠ ميليون امريکايي ډالرو غوښتنه کړې ده.

دى وايي، چې د دغو پيسو په ترلاسه کولو سره به دغه تصدۍ وکولاى شي، چې له هېواد څخه بهر د نفتي توکو د پېرولو اوږدمهاله تړونونه لاسليک او دغه توکي هېواد ته را وارد کړي.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د ماليې وزارت له چارواکو سره هم خبرې وکړو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.