جلال اباد(پژواک ٢٢ ليندۍ ٩٠): د نورستان چارواکي وايي چې د چترال له ارسول درې څخه د توپچي په ډزو کې ٦ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نورستان امنيه قوماندان سمونوال شمس الرحمن نورستاني دليندۍ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د تېرې شپې له ١٠ بجو راهيسې د ختيځ نورستان د کامديش ولسوالۍ په ګورديش سيمه د پاکستان له لوري توپچي ډزې کيږي.
نوموړي زياته کړه چې نن د غرمې وروسته له پاکستانۍ خاورې په ګورديش ١٠ توغندي رالګيدلي دي چې يو يې د استوګنې په يو کور لګيدلى دى.
نورستاني وويل، کور په بشپړه توګه نړيدلى له لس کلنې کم عمره ٤ ماشومان او يوه ښځه يې ټپيان کړي او د همدغه کور يوه ميرمن يې وژلې ده.
دده په خبره، داسي ناتاييد شوى راپورونه لري چې په يو بل کور د توغندي په لګيدلو کې يوه ښځه او ٢ ماشومان هم ټپيان شوي دي.
نورستاني وويل ،د تېرې شپې په توپچي ډزو کې يو کور نړيدلى او ١٤ څاروي پکې وژل شويدي.
هڅه مو وکړه په دې اړه له سيمې کره معلومات واخلو خو د ټيليفوني اسانتياوو د نشتوالي له امله ونه توانيدو.
د ياودنې وړ ده چې ليندۍ په ٥مه د ايساف لخوا په مهمندو ايجنسۍ کې د ٢٤پاکستاني سرتيرو له وژل کيدو وروسته د الومړۍ ځل دى چې د پاکستان خاوري لخوا په افغانستان بريد کيږي ، له دي مخکې پرکونړ ولايت د پاکستانيو بريدونو له امله لسګونو هيوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتي وه.