ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ اتله لوبډله هېواد ته راورسېده

د کرکټ اتله لوبډله هېواد ته راورسېده

کابل (پژواک ٢٢ ليندۍ ٩٠): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله، چې د نيپال په اسيايي سياليو کې يې اتلولي ترلاسه کړه، نن سهار کابل ته په را ورسېدو د هېوادوالو او چارواکو له خوا بدرګه او تود هرکلى يې وشو.

دوه ورځې مخکې د کرکټ ملي لوبډلې په نيپال کې د ا سيايي لسو هېوادونو د کرکټ د شل اووريزو سياليو په پاى لوبه کې هانګ کانګ ته ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

ملي اتله لوبډله نن (د ليندۍ ٢٢مه) په داسې حال کې چې سلګونه مينه وال، لوبغاړي او چارواکي يې هرکلي ته ورغلي وو، د کابل نړيوال هوايي ډګر ته راورسېده.

د کابل په هوايي ډګر کې خلکو په ډولونو او اتڼونو د يادې لوبډلې تود هرکلى وکړ.

د ملي لوبډلې کپتان نوروزخان منګل د کابل په هوايي ډګر کې له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال وويل، چې دوى دغه اتلولي د هېوادوالو په دعاګانو او د لوبغاړو د ښې لوبې له امله ترلاسه کړې ده.

هغه زياته کړه، چې په تېرو څو مياشتو کې د دوى لوبډله په ځينو سياليو کې ښه نه وه ځلېدلې او په څو لوبو کې يې بريا هم نه وه ترلاسه کړې، چې له امله يې هېوادوال او د کرکټ مينه وال لږ څه ناهيلي شوي وو.

نوروز منګل وويل، چې د نيپال اتلولي نه يواځې د لوبغاړو مورال لوړ کړ، بلکې دوى وکولاى شول، چې د خپلو غمځپلو هېوادوالو لپاره خوښي هم راوړي.

د نوموړي په وينا، د دې اتلولۍ بله ګټه دا ده، چې دوه مياشتې وروسته په متحده عربي اماراتو کې د شل اوريز نړيوال جام د غوراوي سياليو لپاره دوى ښه تمرينات وکړل او نوي لوبغاړي يې هم و ازمايل.

د ملي لوبډلې کپتان د افغانستان د کرکټ بورډ له مسوولينو وغوښتل، چې د دوى لپاره د تمرينونو او روزنې اسانتياوې برابرې کړي.

سلاکار وزير او د افغانستان کرکټ بورډ مرستيال شهزاده مسعود پژواک اژانس ته وويل، چې که لوبې له يوې خوا روغتيا ته ګټه رسوي، نو له بلې خوا ملي يووالى هم رامنځته کوي.

هغه زياته کړه، چې نن په هوايي ډګر کې د افغانستان د ګڼ شمېر فدراسيونونو مسوولين، قومي مشران، د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي او د کرکټ مينه وال د خپلې اتلې لوبډلې هرکلي ته راغلي دي.

نوموړي د ملي لوبډلې ستاينه وکړه، چې پرله پسې په درېيم ځل يې اسيايي اتلولي خپله کړه او خپلو هېوادوالو ته يې ډالۍ کړه.

د کرکټ بورډ اجراييوي رييس نسيم الله دانش وايي، چې دوى د نيپال له سياليو مخکې په هندوستان کې د ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړو لپاره روزنيز پروګرام نيولى و، چې هغه ډېر ګټور ثابت شو.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې ملي لوبډلې په داسې حال کې اتلولي خپله کړه او هېوادوالو ته يې خوښي ورپه برخه کړه، چې په کابل کې د محرم پر مهال رامنځته شوې پېښه هېوادوال غمجن کړي وو.

نسيم الله دانش ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به هم د هېواد دننه او له هېواد څخه بهر به د لوبغاړو لپاره د روزنې زمينې برابروي.

 سيدمحمد، چې د کرکټ لوبې مينه وال دى، له لوګر ولايت څخه د ملي اتلې لوبډلې هرکلي ته د کابل نړيوال هوايي ډګر ته راغلى و.

هغه پژواک ته وويل: ((نن سهار وخته له لمانځه وروسته مې حرکت وکړ او ځان مې کابل ته راورساوه، ډېر خوشحال يم، چې خپل اتلان مې له نږدې څخه وليدل.))

د نيپال په شل اووريزو اسيايي سياليو کې د افغانستان ترڅنګ د هانګ کانګ، عمان، کوېټ، نيپال، ماليزيا، متحده عربي امارتو، سعودي عربستان، بوټان او مالديف لوبډلې برخه لري .

افغانستان د دغو سياليو په ګروپي لوبو کې عمان، بوتان، مالديف او مالېزيا، په نيمه پاى لوبه کې نيپال او په پاى لوبه کې هانګ کانګ ته ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه سيالۍ د ۲۰۱۲ کال د نړيوالو شل اوريزو سياليو ته د لارموندنې د لومړي پړاو د غوراوي په موخه ترسره کېږي.

خبرپاڼه کاږي، چې افغانستان لا د مخه د شل اوريز نړيوال جام د غوراوي وروستي پړاو ته لار موندلې ده، چې ټاکل شوې، دوه مياشتې وروسته په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د يادونې ده، چې افغانستان له دې مخکې هم دوه ځلې دا اتلولي خپله کړې وه.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.