مزار شريف، جلال اباد (پژواک ٢٢ ليندۍ ٩٠): سوېډن د افغانستان په څلورو شمالي ولايتونو کې په کليوالو سيمو کې له معارف سره درې ميليونه امريکايي ډالره مرسته کوي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوي چې د ليندۍ په ٢٢مه، په مزار شريف کې د مېشتو سوېډني ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرستې له يونيسف سره د يوه نوي تړون د لاسليکولو پر بنسټ شوي او زياتوي، چې د ۲۰۱۲ کال په اوږدو کې به د بلخ، سمنګان، جوزجان او سرپل ولايتونو کې ترسره شي.
خبرپاڼه د افغانستان لپاره د سوېډن د سفير توربيان پيترسن (Torbjörn Pettersson) له خولې ليکي: ((سوېډن په افغانستان کې د اوږدمهاله مرستو ژمن دی او د دغه هېواد څلورو شمالي هېوادونو ته به خاصه پاملرنه وکړي.))
نوموړی زياتوي، چې د افغانستان د پوهنې په برخه کې ستر کارونه ترسره شوي؛ خو لاتراوسه هم له يو شمېر ننګونو سره مخ دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرستې به د يونيسف او د يادو شويو څلورو شمالي ولايتونو د پوهنې رياستونو په ګډو همکاريو، په ولسواليو او ليرې پرتو سيمو کې د پوهنې د لوړاوي په موخه ترسره شي.
خبرپاڼه ليکي، چې دغه مرستې به د ښوونکو د ظرفيت لوړولو، د ښوونځيو د ودانيو رغولو او د نوي تعليمي کال لپاره د شرايطو په برابرولو کې ولګول شي.
په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د سوېډن ملکي استازي هنريک لندرهولم (Henrik Landerholm) له قوله ليکل شوي دي: ((موږ غواړو ټولو ماشومانو ته زده کړې په سمه توګه ورسېږي.))
نوموړی وايي چې دوی يواځې په ښاري سيمو کې ښوونځيو ته د ماشومانو په تللو ټينګار نه کوي؛ بلکې په ټول هېواد کې د ماشومانو د زده کړې غوښتونکي دي.
په بلخ کې د پوهنې چارواکي د دې مرستو له اهميت سربېره وايي، چې په ډېريو کليوالو سيمو کې د ښوونځيو د ودانيو او مسلکي ښوونکو نه شتون د پوهنې پر وړاندې ستونزې راولاړوي.
د بلخ پوهنې رياست د رسنيو د اړيکو مسوول کبير بريالي پژواک ته وويل، چې په کليو کې د مسلکي او په ځانګړي ډول ښځينه ښوونکې نه شته او له همدې امله ډېری نجونې له زده کړې محرومه پاتې کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې د معاش د کموالي له امله ډېری مسلکي ښوونکي کليو ته نه ځي.
د هغه په وينا، د پوهنې رياست د ښوونکو د ظرفيت د لوړولو په موخه ورکشاپونه پر لاره اچولي دي.
د يو بل خبر له مخې، د جاپان هېواد په مرسته د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د شهيد موسى شفيق لېسې نوې ودانۍ تر جوړېدو وروسته د ليندۍ په ٢٢مه، ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شينواري پژواک ته وويل، چې د لېسې ودانۍ د جاپان هېواد د جايکا موسسې په ١٢٤زره ډالره لګښت جوړه شوې ده.
د نوموړي په وينا، نوې ودانۍ په يوه پوړ کې ١٢ خونې لري، چې د ٢٠٠٠ ښځينه زده کوونکو د سرپناه ستونزه يې هواره کړه.