ميدان ښار (پژواک ٢٢ ليندۍ ٩٠): د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د حزب اسلامي او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه شوې ده.
د نرخ ولسوال محمد حنيف حنيفي د ليندۍ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا نښته نن سهار وخته د دې ولسوالۍ د درمنديانو په کلي کې پيل شوې ده.
هغه زياته کړه، چې دواړه لوري پر يوه بل د درنو او سپکو وسلو ډزې کوي، خو ښکېلو ډلو ته د اوښتې مرګ ژبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.
خو د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد پژواک ته وويل، چې په دې نښته کې يو طالب وژل شوى او په يوه بل کلي کې د حزب اسلامي د وسله والو له خوا طالبان محاصره دي.
په نرخ ولسوالۍ کې د حزب اسلامي يو وسله وال ذبيح الله بيا ادعا کوي، چې په دې جګړه کې يې شپږ وسله وال طالبان وژلي او يو يې په ټپي حالت کې ژوندى نيولى دى.
نوموړي زياته کړه، چې په دې جګړه کې دوى ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې په نرخ ولسوالۍ کې د دولت د دواړو مخالفو وسله والو ډلو تر منځ کله نا کله نښتې رامنځته کېږي، چې په کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوړي.
د نرخ ځايي اوسېدونکي وايي، چې دلته ډېرى واک د حزب اسلامي له ډلې سره دى او وسله وال طالبان هڅه کوي، چې دغه واک له حزب اسلامي څخه ترلاسه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP