Language

د خانشين ولسوال ووژل شو

لښکرګاه ( پژواک ٢٣ ليندۍ ٩٠ ) : د هلمند د خانشين ولسوالۍ ولسوال نن غرمه په يوه چاودنه کې له دوو ساتونکو سره ووژل شو.

د هلمند د والي وياند داوود احمدي د ليندۍ په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې وروسته په يوه بجه رامنځته شوه.

هغه زياته کړه چې د خانشين ولسوال مسعود له ملي امنيت او پوليسو سره يو ځاى په ديشو ولسوالۍ کې د کوکنارو له کمپاين څخه بېرته روان و ، چې د ولسوالۍ د تاغز په سيمه کې پرې د سړک د غاړې چاودنه وشوه.

د احمدي په وينا، په دې چاودنه کې د خانشين ولسوال مسعود، يو پوليس او يو د ملي امنيت کارکوونکى ووژل شول  او څلور نور پوليس ټپيان شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، نوموړى درې كاله مخکې هغه مهال ددې ولسوالۍ د ولسوال په توګه وټاكل شو، كله چې نوموړې ولسوالۍ د وسلوالو مخالفينو له شتون څخه پاكه شوه.

ددې پېښې مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې په هلمند ولايت کې يوځل بيا امنيتي پېښې زياتې شوې دي.

دوه ورځې مخکې په ګرشک ولسوالۍ کې د چاودنې له امله شپږ تنه عام وګړي او تېره اونۍ په سنګين کې ١٩ ملکي وګړي په چاودنه کې وژل شوي و .