ميدان ښار (پژواک ٢٣ ليندۍ ٩٠): د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د حزب اسلامي وسله والو د طالبانو د دوو قوماندانو په ګډون څلور تنه وژلي دي.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد نن (د ليندۍ ٢٣مه) پژواک اژانس ته وويل، د حزب اسلامي او وسله والو طالبانو تر منځ تېره شپه د نرخ ولسوالۍ په دادل سيمه کې نښته رامنځته شوې وه.
د هغه په وينا، چې په دې نښته کې د وسله والو طالبانو څلور تنه وژل شوي دي.
د نرخ ولسوال محمدحنيف حنيفي پژواک ته وويل، چې په دې نښته کې د وسله والو طالبانو دوه سيمه ييز قوماندانان د ملا ابراهيم او ملا نعيم په نومونو او ورسره دوه نور ملګري يې وژل شوي دي.
نوموړي وويل، چې دغه نښته پرون سهار د نرخ ولسوالۍ د دادلانو سيمې اړوند د درمنديانو په کلي کې پيل شوې وه، چې تر بېګا شپې پورې يې دوام درلود.
د هغه په وينا، تېره ورځ سهار هم د حزب اسلامي د وسله والو له خوا يو وسله وال طالب وژل شوى و او اوس سيمه د حزب اسلامي د کسانو په واک کې ده.
په سيمه کې د حزب اسلامي يوه غړي محمد ناصر پژواک اژانس ته وويل، چې نښته په سيمه کې د واک پر سر رامنځته او وسله والو طالبانو غوښتل دوى له سيمې وباسي.
د هغه په وينا، د وژل شوو وسله والو طالبانو مړي تر اوسه له دوى سره دي، چې خپلو کورنيو ته به يې وسپاري.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP