Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل بانک په ناقانونه پورونو اخيستل شوي ملکيتونه به د تصفيې کمېټې ته وسپارل شي

کابل (پژواک ٢٣ ليندۍ ٩٠): هغه ملکيتونه، چې د کابل بانک پر ناقانونه پورونو ترلاسه او اخيستل شوي او د دغه بانک د پورونو٢٠سلنه جوړوي، په راتلونکې يوه مياشت کې به د ياد بانک د حسابونو د تصفيې کمېټې ته وسپارل شي.

کابل بانک تېر کال د ناقانونه پورونو او يو لړ نورو مالي ستونزو له امله له بحران سره مخ شو، وروسته يې يوه برخه د ماليې وزارت اړوند شوه، چې د نوي کابل بانک تر نوم لاندې فعاليت کوي، خو بله يې تر اوسه تر څېړنو لاندې ده.

د افغانستان بانک مشر نورالله دلاوري نن (د ليندۍ ٢٣مه) په يوه خبري غونډه کې وويل چې له کابل بانک څخه بېلابېلو کسانو شاوخوا ٨٥٠ ميليون امريکايي ډالر په ناقانونه توګه پور اخيستى، چې په ټوليز ډول تر اوسه شاوخوا ٧٤ ميليون ډالره ترلاسه شوي دي.

دغه راز هغه وويل، چې د شاوخوا ٤٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت پوروړيو ژمنه کړې، چې دغه پيسې به بېرته ورکوي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، په دوبۍ کې له کابل بانک څخه د ناقانونه پورونو له لارې اخيستل شوي ملکيتونه، د دغو پورونو شل سلنه برخه جوړي.

هغه زياته کړه: ((له کابل بانک څخه د اخيستل شوو پورونو د ٨٠ سلنې برخې سرچينې روښانه شوې او ډاډه يو، چې ترلاسه کېږي. شل سلنه برخه يې تر اوسه نه ده معلومه، خو موږ يې په لټه کې يو.))

دغه راز د افغانستان بانک لومړي مرستيال محب الله ساپي نن  پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دوبۍ کې ١٧ د استوګنې کورونه  او دوه د لوړ پوړيزو ودانيو لپاره ځانګړې شوې سيمې شاملې دي.

هغه وويل، چې  څه موده مخکې د کابل بانک د تصفيې مديريت او د افغانستان بانک اړوند د مالي شخړو د کمېسيون يو ګډ پلاوى  دوبۍ ته تللى و او هلته يې په دې اړه خبرې کړې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.