Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له قاچاق وړونکو ترلاسه شوې پيسې د افغانستان بانک ته وسپارل شوې

کابل (پژواک ٢٣ ليندۍ٩٠): د نشه يي توکو او مسکراتو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له قاچاق وړونکو څخه ترلاسه شوې پېسې د افغانستان بانک ته تسليم کړې.

په همدې موخه د ليندۍ په ٢٣مه جوړه شوې غونډه کې د ياد مرکز د څارنوالۍ عمومي مشر يارمحمد حسين خېل وويل، چې په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې د کشفي ارګانونو له خوا له قاچاق وړونکو نږدې پنځه نيم ميليونه افغانۍ، څه باندې سل زره امريکايي ډالر او نږدې ٢١ ميليونه پاکستانۍ کلدارې ترلاسه شوې دي.

هغه وويل، چې له يادو پيسو نږدې يونيم ميليون افغانۍ،٦٠ زره امريکايي ډالر او ٤ ميليونه پاکستانۍ کلدارې د اړوند محکمو له حکمونو وروسته نن د افغانستان بانک ته تسليم شوې.

دغه راز د سرچينې د څرګندونو له مخې، ياد مرکز شاوخوا سل زره افغانۍ، نږدې ٢٤ زره امريکايي ډالر او څه باندې ٧٠٠ زره پاکستانۍ کلدارې د اړوند محکمو د حکم له مخې بېرته د هغو ماليکينو ته وسپارل شوې.

حسين خېل وايي، چې نږدې څلور ميليونه افغانۍ، ٢٦زره امريکايي ډالر او څه باندې ١٦ ميليونه پاکستانۍ کلدارې په پشتني بانک کې د امانت په توګه اېښودل شوې دي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، په پښتني بانک کې اېښودل شوې پيسې به د اړوند محکمو له حکم سره سم د افغانستان بانک او يا هم بېرته د هغوى مالکينو ته ورکړل شي.

د افغانستان بانک مشر نورالله دلاوري د نشه يي توکو او مسکراتو پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز لاسته راوړنې وستايلې.

هغه وويل، چې د افغانستان بانک به په خپل کاري چوکاټ کې له ياد مرکز سره خپله همکاري ډېره کړي.

د يادونې ده، چې دغه مرکز له دې مخکې هم د قاچاق وړونکو څخه ترلاسه شوي ٢٢٤ عرادې موټر او ٢٨٦ ميله بېلابېل ډول وسلې د محکمو د حکم پر اساس د ماليې وزارت ته تسليم کړي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.