Language

پنيټا: ناټو ته په افغانستان کې د اکمالاتو بديلې لارې شته

کابل (پژواک ٢٣ ليندۍ٩٠): د امريکا دفاع وزير وايي، چې په افغانستان کې ايساف او ناټو ځواکونو ته پرته له پاکستان څخه د اکمالاتو نورې بديلې لارې شتون لري او لا هم دغو ځواکونو ته پوره اکمالات کېږي، چې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.

پاکستان وروسته له هغه په خپله خاوره کې په افغانستان کې د ناټو او ايساف ځواکونو اکمالاتي لارې تړلي، چې روانه مياشت ناټو ځواکونو په يوه هوايي بريد کې ٢٤ پاکستاني عسکر ووژل او ١٣ نور يې ټپيان کړل.

دغه بريدونه ډيورنډ پولې ته څېرمه د قبايلي سيمې د مومندو ايجنسۍ اړوند په سلاله نومي ځاى کې د پاکستان پر دوو امنيتي پوستو وشول.

امريکايي ځواکونو په پاکستان کې شمسي پوځي هوايي ډګر هم تېره ورځ تخليه کړ، کوم چې پاکستاني چارواکو يې غوښتنه کړې وه.

د امريکا دفاع وزير ليون پنيټا نن په کابل له ولسمشر حامد کرزي سره په ګډه خبري ناسته کې وويل، چې د نورو بديلو لارو له شتون سربېره به هم له پاکستاني چارواکو سره خپلو خبرو ته دوام ورکړي او هيله لري، چې داسې لارې چارې ومومي، څو له مخې يې پاکستان، په افغانستان کې ايساف او ناټو ځواکونو ته د اکمالاتو تړلې لارې بېرته پرانيزي.

پنيټا وويل: ((موږ ته له اقتصادي پلوه او هم زموږ ځواکونو ته د چټکو اکمالاتو د برابرولو له امله له دې لارې ګټه اخيستنه زموږ لپاره مهمه ده او موږ باور او هيله لرو، چې وتوانيږو دغه اکمالاتي لارې بېرته پرانيزو.))

د امريکا د دفاع وزير تېره ورځ افغانستان ته په نا اعلان شوي سفر راغى او نن ماښام يې له ولسمشر حامد کرزي سره تر کتو وروسته له هغه سره په ګډه خبري ناسته کې څرګند شو.

دغه دويم ځل دى، چې ليون پنيټا د امريکا د دفاع وزير په توګه له ټاکل کېدو وروسته افغانستان سفر کوي.

ولسمشر حامد کرزي په ياده خبري ناسته کې وويل کې وويل، چې د امريکا له دفاع وزير سره يې په کتنه کې د افغانستان او سيمې پر حالاتو، له افغانستان سره د امريکا پر ستراتيژيکو اړيکو او د افغان امنيتي ځواکونو پر پياوړتيا خبرې وکړې.

کرزي وويل، چې که څه هم د نړيوالې ټولنې په همکارۍ په افغانستان کې ثبات ټينګ شوى، چې کېداى شي افغانستان د ښې راتلونکې پر لور بوځي.

هغه زياته کړه: ((لاسته راوړنې لرو، هغه څه چې نه دي وړاندې شوي فردي امنيت دى؛ موږ بايد د افغانستان خلکو ته د بريدونو پر وړاندې امنيت ورکړو، اوس مو هم اوږده لاره په مخ کې پرته ده.))

د امريکا د فاع وزير په خپلو خبرو کې يادونه وکړه، چې په راتلونکي کال کې به د ولسمشر باراک اوباما له پرېکړې سره سم له افغانستان څخه د ١٠زرو عسکرو د وتلو لړۍ پيل شي.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما اعلان کړى و، چې د ٢٠١٢ کال تر وروستيو به له افغانستان څخه خپل ١٠٠٠٠ سرتېري وباسي.

پنيټا له بهرنيو، افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد لومړى پړاو بريالى وباله.

هغه وويل، چې د امنيتي چارو د لېږد لومړى پړاو ښيي چې افغان ځواکونه د خپل هېواد د امنيتي چارو مسووليت اخيستو ته چمتو دي او تر بل هر وخت ځواکمن شوي دي.

هغه وويل، چې په تېرو دوو کلونو کې، په ځانګړې توګه د افغانستان په سوېلي ولايتونو کې د تاوتريخوالي کچه راټيټه شوې او په وينا يې د جګړې په تاريخ کې دغه مهال په افغانستان کې جګړه د عطف نقطې ته رسېدلې ده.

د ده په وينا، د افغان او نړيوالو ځواکونو تر منځ د همکارۍ او د ګډو عملياتو له امله طالبان کمزوري شوي او نه شي کولاى د پخوا په څېر خپل بريدونه ترسره کړي.

ده زياته کړه: ((موږ بريالي يو، زموږ ماموريت پاى ته رسېدلى نه دى، موږ به خپل برياليتوب ته دوام ورکړو او د تاوتريخوالي کچه په راټيټه کړو.))

پنيټا وويل، د افغانستان او نړيوالې ټولنې قربانۍ بېځايه نه دي تللې او ژمن دى، چې په پاى کې به د يوه خپلواک او با ثباته افغانستان ګډه موخه ترلاسه شي او دغه هېواد به وکولاى شي خپل امنيت په خپله وساتي.

هغه وويل، چې د نړيوالې ټولنې موخه په افغانستان او سيمه کې د طالبانو او القاعده د خوندي پټنځايونو له منځه وړل دي او دغه راز به نړيواله ټولنه او د افغانستان حکومت بيا اجازه ورنه کړي، څو طالبان يو ځل بيا په افغانستان کې واکمن شي.

پنيټا وايي، چې امريکا او نړيواله ټولنه له افغانستان سره پر ځان د بسيا کېدو تر وخته اوږدمهالې همکارۍ ته ژمنه ده.

هغه ټينګار وکړ، چې هېواد يې په افغانستان کې پلپاتې اډې نه غواړي او له افغانستان سره يې اوږدمهاله همکاري يواځې د مرستې په موخه ده.

د امريکا دفاع وزير د يوې پوښتنې په ځواب کې، له افغانستان څخه د ايران خاروې ته د امريکايي بې پيلوټه الوتکې د داخلېدو په اړه وويل، دغه داسې عمليات دي، چې نه شي کولاى په اړه يې عمومي نظر ورکړي.

خو ده زياته کړه، چې دا يو استخباراتي پروګرام دى، د افغانستان او امريکا د خلکو د ساتنې د هڅو يوه برخه ده.

تېره اونۍ ايراني چارواکو وويل، چې هوايي ځواکونو يې د امريکا يوه بې پيلوټه الوتکه، چې له افغانستان څخه د دوى خاورې دننه شوې وه، غورځولې ده.

د ايران حکومت ياده پېښه په خپله خاوره تېرى بللى او په تهران کې د افغانستان سفير عبيدالله عبيد ته يې خپل اعتراض وړاندې کړى دى.

ولسمشر کرزي په نننۍ خبري ناسته کې ډاډ ورکړ، چې افغان حکومت به ياده پېښه په جدي توګه تعقيب او له امريکايي چارواکو سره به يې په ګډه وڅېړي.

هغه وويل، چې ايران او امريکا په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان دريځ درک کړى او له دغه هېواد سره يې مرسته کړې ده.

کرزي زياته کړه: ((ايران درک کړې، چې امريکا د افغانستان ستراتيژيک ملګرى دى او همداراز امريکا هم پوهېږي، چې ايران زموږ ګاونډۍ دى او له دغه هېواد سره موږ ژبني، فرهنګي او ديني اړيکې لرو. افغانستان نه غواړي د امريکا او ايران په مخالفتونو کې دخيل شي او هيله لري، چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې ښې شي.))