Language

په هلمند کې دکوکنارو دکر په تور ٤٢ کروندګر نيول شوي

لښکرګاه (پژواک ٢٣ ليندۍ ٩٠): د هلمند امنيتي ځواکونو په بېلابېلو سيمو کې د کوکنارو د کر په تور ٤٢ کروندګر نيولي دي.

د هلمند د والي وياند داوود احمدي د ليندۍ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پوليسو تېره ورځ د نوزاد ولسوالۍ د حجازي په سيمه كې د کوکنارو د کرلو پر وړاندې عمليات ترسره کړل.

هغه زياته کړه، چې د دغو عملياتو پر مهال د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ نښته هم رامنځته شوې او په ترڅ کې يې درې وسله وال مخالفين له وسلو سره ژوندي ونيول شول.

احمدي وايي، چې د دغه کمپاين پر مهال ٤٢ هغه کروندګر هم نيول شوي، چې په خپلو ځمکو کې يې کوکنار کرلي وو.

د نوموړي په وينا، نيول شوي کسان به له لومړنيو پوښتنو وروسته څارنوالۍ ته وسپارل شي.

د والي وياند وايي، چې د دغه كمپاين او عملياتو پر مهال په سيمه كې هېچاته كومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.