Language

جلال اباد (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٠): ايساف وايي، چې له افغان ځواکونو سره يې د ګډو عملياتو په ترڅ کې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې څلور وسلوال مخالفين نيولي دي.

په ختيځو ولايتونو کې د ايساف مطبوعاتي دفتر نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا عمليات تېره شپه ترسره شوي، چې نيول شوي کسان د پوښتنوپه موخه دا مهال د هغوى په توقيف کې دي.

سرچينې زياته کړه، چې په دغوعملياتو کې هېچاته د سر او مال زيان نه دى اوښتى.

د بټي کوټ ولسوال اسرارالله قاري زاده پژواک ته وويل، چې عمليات د تېرې شپې په وروستيو کې د ګوندياني نومي کلي پر يو کور تر سره شوي.

نوموړي زياته کړه ،چې نيول شوي وسلوال د سيمي اوسېدونکي دي او په وينا يې چې يوه اندازه مهمات او چاودېدونکي توکې هم له دغه کور څخه ترلاسه شوي دي.

د يادونې ده، چې دوه اوونۍ مخکې هم کورنيو او بهرنيو ځواکونو د بټي کوټ ولسوالۍ په تکيه کلي کې پر يوه کورعمليات کړي او دوه تنه يې له وسلوالو طالبانو سره د تړاو په تور نيولي وو.