Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دوه د ملي اردو سرتېري او اته وسله وال طالبان وژل شوي

کابل (پژواک ٢٤ ليندۍ٩٠): د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ملي اردو د دوو سرتېرو د وژل کېدو او څلورو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ، همدارنګه د کورنيو چارو وزارت د ٨ وسله والو مخالفينو د وژلو خبر ورکړى دى.

دغه خبر په کابل کې د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا د ليندۍ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ورکړ شوى دى.

په خبرپاڼـه کې زياته شوې، چې د ملي اردو دوه سرتېري د بادغيس په مقر ولسوالۍ کې تېره ورځ د ماين په يوه چاودنه کې وژل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، چې څلور نور سرتېري د کونړ ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې د چاودنې پر مهال ټپي شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وايي، چې ټپي سرتېري روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د يو بل خبر له مخې، چې په تېرو څلورويشت ساعتونو کې ملي پوليسو د افغان ملي پوځ، ملي امنيت او ناټو ځواکونو په ګډه همکارۍ په هرات، بدخشان، خوست او هلمند ولايتونو کې عمليات ترسره کړي دي.

د کورنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو عملياتو کې ٨ وسله والو طالبان وژل شوي، درې ټپيان او ١٣ نور ژوندي نيول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو عملياتو کې ٢٤٨ ميله کلاشينکوفونه، ٦١ راکټ انداز، ٢١ ميله پيکا، ٢٤ ميله تومانچې، پنځه ماينونه،٦٠٠ کيلوګرامه نشه يي توکي، ١٤ کيلوګرام چاودېدونکي توکي، ٨ مخابرې، يو موټر او يو انداز مهمات هم ترلاسه شوي دي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.