جلال اباد (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٠): د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وايي، چې د تېلي نباتاتو د ترويج او کليوالي سوداګرۍ پرمختګ په موخه د دغه ولايت د ٤ ولسواليو له کوپراتيفونو سره د ١٩٠ عرادې تراکتورونو مرسته کوي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير محمدحسين ساپي د ليندۍ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په همدې موخه يې د کليوالي سوداګرۍ د ملاتړ پروګرام RBSP له لوري ١٤ ورځنۍ ورکشاپ د ليندۍ په ٢٤ مه پيل کړ.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه ورکشاپ کې د روداتو، بټي کوټ، سره رود او بهسودو ولسواليو ٦٠ بزګر او کوچني کاروباريان تر روزنې لاندې ونيول شول، چې په وينا يې، ١٤ ورځې به دوام وکړي.
د کرنې رييس وويل، چې په دغه ولايت کې د تېلي نباتاتو د ترويجولو پروژه نوره هم پراخوي، چې له مخې به يې په يادو څلورو ولسواليو کې د لمرګلي، سايبين، شړشمو او پنبه دانې کرنه دود کړاى شي.
ساپي وويل، چې وار له مخه يې په سره رود ولسوالۍ کې د غوړيو د پروسس کارخانه جوړه کړې ده.
نوموړي زياته کړه، چې تر روزنې لاندې خلکو ته د ډيزاين، سوداګرۍ، پلان، کوپراتيف د زده کړو ترڅنګ د غاليو د نقشو جوړولو کمپيوټري زده کړې هم ورکول کېږي.
هغه وايي، چې د دغې پروژې له مخې يې څه موده وړاندې شل عرادې تراکتورونه او ترېشل يادو کوپراتيفونو ته ورکړي دي.
د کليوالي سوداګرۍ د ملاتړ ادارې مرستيال پوهنوال محمدعالم عالمي ګډونوالو ته وويل، د کليوالي اقتصادي ملاتړ پروګرام د کرنې د وزارت پروژه ده، چې د جاپان د خلکو له لوري ورسره مرسته کېږي.
نوموړي له ګډونوالو غوښتنه وکړه، چې له دغه روزنيز پروګرام او د تېلي نباتاتو د ترويج له پروګرامه په سمه توګه ګټه پورته کړي.
د ورکشاپ يوه ګډونوال رفيع الله رحيمزي پژواک ته وويل، چې د دغه ډول پروګرامونو جوړول د کرنې په پرمختګ کې اړين دي.
نوموړي زياته کړه، چې دوى به وکړاى شي د بازار موندنې په برخه کې ترلاسه کړې تجربې په عملي ډګر کې پلې کړي.
د يادونې ده، چې د کوپراتيفونو د استازو او کليوالي سوداګرۍ په دغه ورکشاپ کې لسو ښځو هم ګډون کړى دى.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن