Language

پر ښځينه زده کوونکيو نږدۍ ٣٠٠ لپټاپ کمپيوټرونه ووېشل شول

مزارشريف(پژواک ۲۴ليندۍ۹۰): دبلخ ولايت د پوهنې رياست نن په مرکز مزارشريف ښار کې د فاطمه بلخي ښوونځي پر ښځينه زده کوونکيو نږدۍ ٣٠٠ لپټاپ کمپيوټرونه ووېشل.

 ددغه ولايت د پوهنې رييس قيس مهرآيين د کمپيوټرونو د وېشلو پرمهال خبريالانو ته وويل، چې دا کمپيوټرونه د پوهنې وزارت له خوا د پنځم ټولګي زده کوونکيو ته ورکړل شوي دي.

 د مهرآيين په وينا، د کمپيوټرونو ډېر پروګرامونه کارتوني ډوله دي او له زده کوونکي سره د زده کړې په برخه کې ډېره مرسته کولای شي.

 ده وويل، چې دغه کمپيوټرونه به د زده کوونکو د پوهاوي ظرفيت لوړ کړي.

 د بلخ د پوهنې رييس زياته کړه: ((د بېلګې په توګه د پنځم ټولګيو زده کوونکي د ښوونځي په کتابونو کې د لمانځه په اړه ليکلي معلومات لولي؛ خو په دې کمپيوټرونو کې به عملي ور وښودل شي.))

 وموړي وويل، چې د پنځم ټولګي  زده کوونکي به د ژمنيو رخصتيو پر مهال له دې کمپيوټرونو ګټه پورته کړي او د شپږم ټولګي له بشپړولو وروسته به ترې بېرته واخيستل شي.

 د ياد ښوونځي زده کوونکي هم د کمپيوټرونو له وېشنې خوښ دي او غواړي، چې د پوهنې په برخه کې له نوي تکنالوجۍ ګټه واخلي.

 د فاطمې بلخي ښوونځي زده کوونکې نرګس، چې ښوونيز کمپيوټر يې تر لاسه کړی و، پژواک ته وويل،چې کمپيوټر به يې په زده کړه کې ورته ډېره اسانتيا رامنځته کړي .

 هغې وويل: (( له حکومت څخه غواړو، چې موږ ته دغسې د زده کړو وسايل راکړي، چې موږ ته زده کړه اسانه شي، د ښوونځي کتابونه مې زړه نيسي او له همدې امله ده، چې له زده کړې سره د زده کوونکو مينه کمېږي.))

 د پوهنې رييس وايي، چې که دې کمپيوټرونو ښه پايله ورکړه؛ نو د پوهنې وزارت به نورو زده کوونکو ته هم دا ډول کمپيوټرونه ووېشي.

 نوموړي زياته کړه، چې دا لومړی ځل دی، چې په بلخ کې دا ډول کمپيوټرونه وېشل کېږي.

 د هغه د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې ۴۲۹۰ کمپيوټرونه د بېلابېلو ښوونځيو پر زده کوونکيو وېشل شوي دي.