ميدانښار (پژواک ٢٦ ليندۍ ٩٠): په ميدان وردګو ولايت کې د هوا پېژندنې (ميترولوژي) دستګاه د ليندۍ په ٢٦مه، ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د دې ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې دستګاه د پرانېستلو په مراسمو کې والي محمد حليم فدايي او نورو ځايي چارواکو برخه اخيستې وه.
هغه زياته کړه چې د هوا پېژندنې (ميترولوژي) نوموړې دستګاه، د اوبو او برېښنا وزارت له خوا د نړيوال بانک د ۱۶۵زرو امريکايي ډالرو په مالي مرسته جوړه شوې ده.
د ميدان وردګو د اوبو لګولو رييس انجنير محمد انور جلال وايي، چې نوموړې دستګاه له څلورو برخو څخه جوړې شوې، چې په کې د بادونو د جهت او سرعت اندازه کول، د باران د ورښت اټکل کول، د هوا د لوندوالي اندازه معلومول او د سانتي ګرېت په کچه د تودوخې لوړې او ټيټې درجې معلومولو الې نصب شوې دي.
د نوموړي په وينا، د دغې دستګاه له لارې به د ولايت د مرکز او ولسواليو د هوا حالات معلوموي او په مرکز کابل کې به هم د هوا حالات د سټلايټ په وسيله له دې دستګاه څخه اخيستل کېږي.
جلال زياته کړه، چې د هوا پېژندنې مرکز په جوړېدو سره، نوموړې ولايت د هوا حالات له مرکز سره ونښلول شي او په هم به دې ولايت کې ترې ګټه واخيستل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP