Language

کابل (پژواک ٢٧ ليندۍ ٩٠): د بهرنيو چارو وزارت وايي، له مخالفينو سره د سولې پروسه به هغه مهال بريالۍ وي چې افغانان يې مشري وکړي او هېڅ هېواد بايد د افغانستان له موافقې پرته د سولې په پروسه کې لاسوهنه ونه کړي.

 د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د افغان دولت له خوښې پرته په بهر کې طالبانو ته د دفتر جوړول، د سولې خبرې نه شي بريالۍ کولى.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې په کابل کې ځينو سرچينو راپورونه خپاره کړل، چې قطر د امريکا له متحدو ايالتونو او المان سره په ګډه هوکړه کړې، چې په خپل هېواد کې د طالبانو لپاره سياسي نمايندګي پرانېزي.

زلمي رسول له افغانستان سره د سولې د پروسې په برخه کې له مرسته کوونکو هېوادونو وغوښتل، چې د دې پروسې د برياليتوب لپاره د افغان حکومت له مشورې پرته يې له مخالفينو سره اړيکه ونه نيسي.

 د بن د دوهم نړيوال کنفرانس په اعلاميه کې هم راغلي، چې د سولې پروسه بايد د افغانانو په مشرۍ مخ ته ولاړه شي.

 زلمي رسول هم زياته کړه: ((زموږ اساسي شرط دادى چې دا پروسه بايد يوه افغاني پروسه وي، که نور هېوادونه غواړي په دې برخه کې له افغانانو سره مرسته وکړي، نو بايد د افغانانو له غوښتنې سره سم کار وکړي او په خپله اړيکه ونه نيسي.))

 هغه وويل چې له مخالفينو سره که چېرې د سولې خبرې ترسره کېږي، نو په افغانستان کې دې ترسره شي او که شرايط برابر نه وي، نو ښايي چې لومړى پړاو يې په يوه اسلامي هېواد په تېره بيا سعودي او يا ترکيه کې تر سره شي. 

 ولسمشر حامد کرزي هم ويلي، چې د طالبانو لپاره دې په افغانستان کې دفتر پرانېستل شي او که چېرې امنيتي ستونزې طالبانو ته په افغانستان کې د سياسي دفتر د پرانېستلو پر وړاندې خنډ وي، کېداى شي دغه دفتر په يوه اسلامي هېواد سعودي يا ترکيې کې پرانېستل شي.

 زلمي رسول نن په خبري ناسته کې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې طالبانو ته په بهرني هېواد کې جوړېدونکى دفتر، سياسي نمايندګي نه ده او يواځې د سولې د خبرو کولو په موخه يو ادرس دى.

 هغه وويل، په هرځاى کې چې طالبانو ته دفتر جوړېږي، د افغان حکومت په خوښه به جوړېږي.

 ده زياته کړه، که چېرې دفتر جوړ شي او د سولې خبرې له طالبانو سره مخ ته ولاړې شي، نو د خبرو دوهم پړاو به په افغانستان کې ترسره کېږي.

 زلمي رسول وويل، که بهرنيان د افغانستان د سولې په پروسه کې لاسوهنه وکړي، نو دا پروسه به د افغانستان په ګټه نه وي.

 هغه وويل چې د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدين رباني تر وژل کېدو، که څه هم دغه پروسه يو څه ټکنۍ شوه؛ خو د سولې د عالي شورا کمېسيون ويلي، چې له مخالفينو سره د سولې خبرې بايد دوام وکړي او د طالبانو مشخص ادرس پيدا شي.

 هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې که چېرې په قطر کې طالبانو ته دفتر پرانېستل کېږي، نو د افغانستان حکومت به يې ومني او که څنګه؟ وويل: ((د همدې موضوع پر سر چې د قطر مسئلې ځينې اندېښنې پيدا کړې، موږ خپل سفير راغوښتى، چې راشي او په اړه يې ورسره خبرې وکړو او هم دا چې وګورو، د دې موضوع په اړه زموږ راتلونکې تګلاره څه ده.))

 ويل کېږي، افغان حکومت له دې امله خپل سفير راغوښتى، چې په قطر کې د طالبانو د دفتر د  جوړېدو د موضوع په اړه  ګوښه ساتل شوى دى.

 د افغانستان د بهرنيو چارو وزير يادونه وکړه، چې د راتلونکي کال په مارچ مياشت کې به د تاجکستان په مرکز دوشنبه کې د افغانستان په اړه د سيمه ييزو اقتصادی همکاريو کنفرانس ريکا (RECCA) شپږم کنفرانس جوړ شي، چې په کې به د افغانستان او د سيمې د هېوادونو پر سيمه ييزو همکاريو خبرې وشي.

 په دې کنفرانس کې به په سيمه او افغانستان کې پر اقتصادی پراختيا، سوداګرۍ او ترانزيت خبرې وشي.

 هغه همداراز وويل، چې د راتلونکي کال په جون مياشت کې به په کابل به د تېر استانبول کنفرانس په دوام، د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډون بل کنفرانس جوړ شي.

 هغه وويل چې د دې کنفرانس موخه د استانبول د تېر کنفرانس د ګډونوالو هېوادونو د ژمنو ارزول دي، چې څومره يې پلي کړې دي.