مهترلام (پژواک٢٧ليندۍ٩٠): په لغمان کې د يوه قوماندان په ګډون يوه ٩ کسيزه وسله واله ډله له دولت سره يوځاى شوه.
د لغمان ولايت د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر يوې سرچينې د ليندۍ په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغې وسله والې ډلې، د دې ولايت د بادپخ ولسوالۍ په اندروړ سيمه کې د دولت پرضد فعاليت کاوه.
سرچينه زياتوي، چې دغه کسان نن له غرمې وروسته له دوو ار پي جي راکټونو، ٣ کلاشينکوفونو او يوې پيکا سره له دولت سره يوځاى شول.
د دې ډلې قوماندان معروف شاه پژواک خبري اژانس ته وويل:((زيات وخت کېږي چې وسله مو وګرځوله، خو کومه ګټه يې راته ونه کړه.))
ده عادي ژوند ته په راګرځېدو سره خوښي وښوده او له دولت څخه يې وغوښتل، چې د کار کولو زمينه ورته برابره کړي.
معروف شاه، پر نورو وسله والو مخالفينو غږ وکړ، چې له دولت سره يوځاى شي او له ورانکاريو لاس واخلي.
له دولت سره د دغې ډلې د يوځاى کېدو په اړه تراوسه وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP