Language

ولسمشر کرزي د رغبت وژنه وغندله

کابل (پژواک ٢٧ لېندۍ ٩٠): ولسمشر حامد کرزي د قومونو، قبايلو او سرحدونو چارو د وزارت سلاکار وژنه غندلې او دا يې د ملي شخصيتونو او مشرانو د ترور د لړۍ دوام بللى دى.

د قومونو، قبايلو او سرحدونو چارو د وزارت سلاکار عبدالباقي رغبت تېره شپه اوه بجې د کندهار ښار د دويمې ناحيې اړوند د شکارپور دروازې په سيمه کې د وسله والو طالبانو له خوا ووژل شو.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه نن (د ليندۍ ٢٧ مه) پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي د رغبت وژنه په کلکو ټکو کې غندلې او هغه يې د هېواد د دښمنانو کار بللى دى.

د سرچينې په وينا، عبدالباقي رغبت د هېواد يو فرهنګي شخصيت و او د افغان دولت په بېلابېلو ادارو کې يې دندې ترسره کړې وې.

په خبرپاڼه کې د ولسمشر کرزي له خولې راغلي: ((د عبدالباقي رغبت وژنه د افغانستان د دښمنانو له خوا د دغه هېواد د مخورو، قومي مشرانو او د ملي شخصيتونو د له منځه وړو لپاره د هغې لويې توطيې لړۍ ده، چې له ډېر پخوا څخه په افغانستان کې روانه ده.))

ولسمشر کرزي په دې پېښه د خواشينۍ تر څنګ د هغه کورنۍ او د کندهار خلکو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندي کړي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.