مزارشريف (پژواک ٢٧ ليندۍ ٩٠): په بلخ ولايت کې ١٤٠٠ سرتېري له پوځي زده کړو وروسته فارغ شول.
په شمال کې د شاهين ۲۰۹ قول اردو مرستيال قوماندان جنرال امان الله د ليندۍ په ۲۷مه، خبريالانو ته وويل چې د نوموړې قول اردو ۱۳۹ تعليمي کنډک ۱۴۰۰ سرتېرو پوځي زده کړې بشپړې کړې.
نوموړی زياته کړه، چې دغو سرتېرو څه کم ۳ مياشتې زده کړې وکړې، چې د وسلو د کارونې مهارتونه وروښودل شول.
د هغه په وينا، دغو سرتېرو ته د ليک لوست زده کړې هم ورکړل شوې.
جنرال امان الله وويل، چې له يادو شويو سرتېرو څخه به ۴۰۰ په ۲۰۹ شاهين قول اردو کې وګومارل شي او پاتې به يې د هېواد نورو برخو ته واستول شي.
د ياد شوي کنډک سرتېري د زده کړې له بهير راضي برېښېدل او زياتوي، چې د هېواد په هره برخه کې د دندې ترسره کولو ته چمتو دي.
۲۵ کلن محمد ايوب، د نوموړو سرتېرو د فراغت په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د قول اردو د زده کړو له بهير څخه خوښ دی.
نوموړي زياته کړه، چې د هېواد په هره برخه کې د دندې ترسره کولو ته چمتو دى.
د شاهين ۲۰۹ قول اردو مرستيال قوماندان جنرال امان الله همدارنګه وويل، چې د واک د لېږد دويمې پروسې ته چمتو دي.
نوموړي زياته کړه، چې سرتېرې مجهز دي او هېڅ ډول ستونزه نه لري.