کابل (پژواک ٢٧ ليندۍ ٩٠): د عربي متحده اماراتو پانګوال په افغانستان کې د سوداګريزو اسانتياوو د رامنځ ته کېدو په موخه سوداګريز بندر جوړوي.
د افغانستان بانک مشر نورالله دلاوري د ليندۍ په ٢٧مه، په کابل کې خبريالانو ته وويل، ياد شوي پانګوال غواړي دغه بندر د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې په ٣٠٠ جريبه ځمکه کې جوړ کړي.
دى وايي، چې په دې اړه د افغانستان بانک چارواکو او يادو شويو پانګوالو تر منځ شفاهي هوکړه شوې او ښايي دغه کار ژر پيل شي.
دلاوري ونه ويل چې د دې بندر په جوړېدو کې به څومره پانګونه وشي؛ خو زياته يې کړه، کېداى شي د دې بندر کار په يو کال بشپړ شي.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، دغه سوداګريز بندر به د سوداګريزو چارو لپاره زېرمې، د وسايطو د خالي کېدو او بارولو اسانتياوې، د بانکونو څانګې او نور اړين امکانات ولري.
د ده په وينا، د افغانستان بانک ځکه په دې برخه کې هڅې پېل کړي، چې په هېواد کې سوداګريز فعاليتونه په بانکي چوکاټ کې په منظم ډول ترسره شي.
هغه وويل چې دا مهال د هېواد ٩٠ سلنه سوداګر، خپله سوداګري د نغدو پيسو له لارې کوي؛ خو د افغانستان بانک غواړي چې دغه سوداګري د بانکي خدمتونو له لارې ترسره شي.
سرچينې زياته کړه، که څه هم خصوصي بانکونه د بانکي اعتبارونو (لېټر اف کرېډېټ) خدمتونه لري؛ خو مرکزي بانک له خصوصي بانکونو سره خبرې پيل کړي، ترڅو يادو شويو خدمتونو ته پراختيا ورکړي.
دلاوري وايي چې د بانکي خدمتونو له لارې به سوداګريز فعاليتونه، د دې لامل شي چې په چارو کې چټکتيا رامنځ ته شي او د سوداګرو پيسې په خپل وخت او ډاډمن ډول اړوندو سرچينو ته ورسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP