Language

په کاپيسا کې د يوه ښارګوټي د جوړولو چارې پيل شوې

محمود راقي (پژواک ٢٧ ليندۍ ٩٠): د کاپيسا په کوهستان ولسوالۍ کې د کوهستان په نوم د يوه ښارګوټي د جوړولو چارې پيل شوې.

 د کاپيسا ولايت د کوهستان ولسوالۍ ښاروال غلام سخي رحيمي نن (د ليندۍ ٢٧مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ښارګوټى په ١١زره جريبه ځمکه کې جوړېږي او ٢٠٠٥ د استوګنې کورونه به په کې جوړ شي.

 د هغه په وينا، د دغه ښارګوټي چارې نن پيل شوې، چې کورونه به يې د همدې ولسوالۍ مستحقينو ته ورکړل شي.

 نوموړي وويل، چې په دې ښارګوټي کې ٢٩ بلاکونه جوړېږي چې ٢٠ تجارتي، ٩ رهايشي، ٣ جوماتونه، يوه عيدګاه، ابتدايي او متوسطې به هم په کې جوړې شي.

 د ښاروال په وينا، په دې ښارګوټي کې سړکونه او پارکونه هم شته او دا به د ښاروالۍ له خوا جوړېږي او د هرې نومرې بيه دولتي ده، چې ورسته به په ډاګه شي.

 د کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالفتاح شفيق وايي، چې دا د دولت له خوا يو ښه ګام دى او په دې سره به بې سرپناه خلکو ته ځاى پيدا شي.

 د هغه په وينا، له دې ښارګوټي سره به د خلکو په ژوند کې ډېر مثبت بدلون راشي او د دولت او خلکو ترمنځ به واټن هم ډېر راکم شي.

 د يادونې وړ ده، چې څو مياشتې وړاندې په تګاب ولسوالۍ کې هم د سيمې د خلکو له پاره يو ښارګوټى پرانېستل شو او د کاپيسا د والي محراب الدين ساپی په وينا، دا لړۍ د کاپيسا نورو ولسواليو ته هم غځوي.