ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دولت پنځه مخالفين ووژل شول او ٣٠ نور نيول شوي

د دولت پنځه مخالفين ووژل شول او ٣٠ نور نيول شوي

کابل (پژواک ٢٨ ليندۍ ٩٠): د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو په ځينو ولايتونو کې د دولت د پنځو مخالفينو د وژل کېدو او د يوه بهرني په ګډون د ٣٠ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ او وايي، چې وسلې، مهمات او نشه يي توکي يې هم ترلاسه کړي دي.

په هغې خبرپاڼه کې، چې نن د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته راغلي، ويل شوي، چې دغه مخالفين په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په ننګرهار، کونړ، کندهار، هلمند، اروزګان او غزني ولايتون کې د افغان امنيتي ځواکونو او ايساف په ګډو عملياتو کې وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې په عملياتو کې يو بل مخالف ټپي شوى او ٢٣ نور نيول شوي دي.

په نيول شوو وسلو، مهماتو او نشه يي توکو کې ١٠ ميله کلاشينکوفونه، يوه پيکا، يو هاوان، ٤٦ ماينونه، پنځه لاسي بمونه، ٢٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او څه باندې يو ټن نشه يي توکي، چې ترياک، چرس او هيرويين دې، شامل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي پوليسو او د دولت د وسله والو مخالفينو تر منځ نښته کې يو پاکستانى وګړى د نشه يي توکو له شپږو شل کيلويي بوشکو او يوه موټرسايکل سره د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې نيول شوى دى.

همدارنګه د ملي دفاع وزارت هم د اوو وسله والو مخالفينو د نيولو خبر ورکړى دى.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ويل راغلي، چې د فراه د بالابلوک ولسوالۍ په شيوان کلي کې د ملي اردو د عملياتو په ترڅ کې پنځه تنه شکمن له درې ميله کلاشينکوفونو سره نيول شوي دي.

همدارنګه په دغو عملياتو کې څلور بوجۍ چرس ترلاسه شوي، پنځه کړۍ ماينونه هم کشف او شنډ کړل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ملي اردو په يو لړ نورو عملياتو کې دوه تنه شکمن نيول شوي، د دفع هوا ١٦کارتنه مرمۍ ترلاسه او ٢٠ کړۍ ماينونه هم له کشف وروسته شنډ شوي دي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.