Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په زابل کې لسګونه ميله وسلې ډاياګ  ته وسپارل شوې

کلات، مهترلام (پژواک ٢٨ ليندۍ ٩٠): د زابل امنیتي چارواکي وايي چې لسګونه میله ډول ډول وسلې يې، چې په دې وروستیو کې امنیتي ځواکونو ترلاسه کړې وې، د ډایاګ پروګرام ته سپارلې دي .

د دې ولایت د والي مرستیال محمدجان رسولیار د لیندۍ په ۲۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه وسلې، نن په امنیه قوماندانۍ کې ډایاګ ته وسپارل شوې.

هغه زیاته کړه، دغه وسلې ټولې شپږ پنځوس میله وې چې په کې پيکا، کلاشينکوف او تومانچې شاملې وې.

رسولیار وويل چې په دغو وسلو کې ۴ پيکا، ۵ تومانچې او پاتې یې کلاشينکوفونو وو، چې پولیسو په تېرو څلورو میاشتو کې په بېلابېلو عملیاتو کې له نامسوولو وسله والو کسانو څخه راټولې کړې وې.

د ده په خبره، له دغو وسلو سره د تړاو په تور پولیسو یو شمېر کسان هم نیولي وو، چې دا مهال عدلي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

خو ده یې شمېره په ډاګه نه کړه.

رسولیار زیاتوي، چې د وسلو ترڅنګ پولیسو په تېرو څو میاشتو کې زرګونه کیلوګرامه چاودېدونکي او نشه یي توکي هم کشف او ضبط کړي دي.

د يوه بل خبر له مخې، د لغمان پوليسو نن د ولايت په مرکز مهترلام ښار په دوکانونو کې چاڼيز عمليات ترسره کړي او وسلې يې ترلاسه کړې دي.

د لغمان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې عملياتو کې يې ٢٠ چره ييز، ٣٨ ميله بېلا بېل ډول تومانچې، ١٩ قوطۍ مرمۍ او پنځه کسان يې نيولي دي.

هغه زياته کړه، چې له نيول شويو کسانو څخه يې پلټنې پيل کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.