هغه خبرپاڼه چې د ليندۍ په ٢٨مه، د کورنيو چارو وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، کاږي چې پوليسو تېره شپه د هلمند په واشير ولسوالۍ کې ٥٢٢کيلوګرامه ترياک له يو کرولا موټر څخه کشف او ترلاسه کړي دي.
همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلي، چې پوليسو تېره شپه د واشير ولسوالۍ په سوېل کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ٢٥ خلتې هيرويين هم کشف او ترلاسه کړي دي.
سرچينې زياته کړې ده چې قاچاق وړونکو غوښتل، څو دا توکي د نيمروز ولايت له خاشرود ولسوالۍ څخه ايران ته ولېږدوي.
په خبرپاڼه کې د نشه يي توکو په تړاو د نيول شوو کسانو په اړه څه نه دي ويل شوي.
همدارنګه تېره ورځ د ناوې ولسوالۍ په عينيک کلي کې د پوليسو او ايتلافي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې، څلور تنه له وسله والو طالبانو سره د تړاو په تور نيول شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې له يادو شويو کسانو څخه د وسايط ضد اته ماينونه او د وسله والو طالبانو د پېژندګلوۍ دوه کارتونه ترلاسه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP