کابل (پژواک ٢٨ ليندۍ ٩٠): افغان او ناټو ځواکونو په هلمند او کندهار ولايتونو کې څلور وسله وال مخالفين او لسګونه کيلوګرامه چاوېدونکي توکي نيولي دي.
په کابل کې د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا د ليندۍ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ملي اردو او ايساف ځواکونو په ګډه تېره ورځ د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد په سيمه کې عمليات وکړل.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د دغو عملياتو پر مهال ګډو ځواکونو يوه زېرمه کشف کړه، چې په کې ١٢ د روشن انداز سرګلولې، ٧ شل لېتره بوشکې چاودېدونکي توکي، د هوان دوه سرګلولې، ٤٤ د پرسونل ضد او څلور نور ماينونه، درې بوجۍ نور چاودېدونکي توکي او په چاودنو کې کارېدونکي وسايل او توکي ځاى پر ځاى شوي وو.
سرچينې زياته کړه، چې دغه راز ګډو ځواکونو د زابل د شاجوى ولسوالۍ په مربوطاتو کې درې شکمن وسله وال مخالفين له وسلو او مهماتو سره نيولي دي.
د يوه بل خبر له مخې، د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې پوليسو يو وسله وال مخالف د ماين ښخولو پر مهال نيولى دى.
د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل، چې دغه کس له دې مخکې هم په ډېرو سيمو کې ماينونه ښخ کړي وو، چې په چاودنو کې يې بېګناه وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
دغه راز سرچينې زياته کړې، چې د همدې ولسوالۍ په نوي بازار سيمه کې د ملکي وګړو پر يوه موټر د چاودنې له امله دوه ماشومان ټپيان شوي دي.