Language

حکومت په قطر کې د طالبانو له دفتر سره موافقه وښوده

کابل (پژواک ٢٩ ليندۍ ٩٠): افغان حکومت وايي چې په قطر کې هم د طالبانو لپاره د دفتر له جوړېدو سره مخالفت نه لري.

د ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي، نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان حکومت،  طالبانو ته د ادرس پيدا کېدو په موخه له هر هغه اقدام سره مخالفت نه لري، چې له مخې يې د سولې خبرې پر مخ ولاړې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې په کابل کې ځينو سرچينو راپورونه خپاره کړل، چې قطر، امريکا متحدو ايالتونو او المان هوکړه کړې، چې په قطر کې د طالبانو لپاره دفتر پرانېزي. 

د ځينو خپرو شويو راپورونو له مخې، د افغانستان حکومت له دې موضوع د ګوښه ساتل کېدو په غبرګون کې له قطر څخه تېره اونۍ خپل سفير کابل ته وغوښت؛ خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وويل، چې سفير يې د ځينو مشورو لپاره راغوښتى دى.

په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانېستې په اړه د خبرونو تر خپرېدو وروسته، ولسمشر حامد کرزي وويل چې د طالبانو لپاره بايد په افغانستان کې دفتر پرانېستل شي او که په افغانستان کې شرايط برابر نه وي، نو ترکيه او يا سعودي د دې دفتر لپاره غوره ځاى دى.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول، تېره يکشنبه خبريالانو ته وويل چې د طالبانو لپاره مرکز د يو ادرس په توګه بايد د افغانستان د دولت په خوښه جوړ شي.

زلمي رسول دا هم ويلي و، چې که بهرنيان د افغانستان د سولې په پروسه کې لاسوهنه وکړي، نو دا پروسه به د افغانستان په ګټه نه وي.

فيضي وايي، چې افغان حکومت په سعودي او ترکيه کې د طالبانو دفتر جوړېدو ته ترجيح ورکړې ده؛ خو ورسره يې دا خبره هم کړې، چې په هر هېواد کې چې دفتر پرانېستل کېږي او موخه يې په افغانستان کې د سولې راوستل وي، دوى ورسره موافق دي.

دى وايي چې که د وسله والو مخالفينو غوښتنه دا وي، چې دغه دفتر دې هرومرو په قطر کې جوړ شي او موخه يې په افغانستان کې د سولې ټينګښت وي، نو دولت ورسره مخالفت نه لري.

هغه زياته کړه: ((هدف سوله ده، د سولې تامين دى، له مسلحو مخالفينو سره مذاکرات دي، که دا ترسره کېږي او په افغانستان کې سوله راځي، د دغه ضرورت په اساس باندې، موږ اماده يو په هر اسلامي هېواد کې، چې مسلحو مخالفينو ته دفتر جوړېږي، موږ موافقه ورسره لرو، چې هر هېواد په کې راتلاى شي.))

د سولې د عالي شورا يوه غړي مولوي ارسلا رحماني هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سولې شورا، په قطر کې طالبانو ته د دفتر له پرانېستلو سره موافقه لري.

رحماني وويل، چې په تېرو څو ورځو کې يو شمېر جهادي مشرانو له ولسمشر حامد کرزي سره څو ځلي کتلي او په قطر کې يې طالبانو ته د دفتر پرانېستلو په اړه خبرې ورسره کړې دي.

هغه وويل، چې په دې خبرو کې په قطر کې طالبانو ته پر دفتر توافق شوى دى.

رحماني زياته کړه: ((د کمېسيون په شکل موږ يو څلور پنځه کسه کېناستو، شرايط مو وويل، خلص دا چې بهتره به دا وي، چې توافق د طرفينو راشي او ملل متحد هم تضمينونه وکړي او کوم موانع چې را پيدا کېږي، هغه ليرې کړي، لکه دا تعذيرات بين المللي او فلان او فلان.))

هغه وويل چې که د نامناسبو شرايطو له امله ناشوني وي، چې دغه دفتر په کابل کې پرانېستل شي، نو په هر يوه هېواد کې چې طالبانو ته دفتر پرانېستل شي، دوى ورسره مخالفت نه لري.

خو رحماني وويل، چې له طالبانو سره خبرې بايد د افغانانو له خوا وشي او بهرنيان په کې لاسوهنه ونه کړي.

د بن نړيوال کنفرانس په اعلاميه کې هم، د سولې د خبرو واک او مشري افغان حکومت ته ورکړل شوې ده.

همداراز امريکايي او د ځينو نورو هېوادونو چارواکو هم، د سولې په خبرو کې د افغانانو د مشرۍ ملاتړ کړى دى.

 هغه همداراز د سولې د عالي شورا د مشر د ټاکلو په اړه وويل، په پام کې ده چې د دې  شورا غړي په روانه اونۍ کې په دې اړه له ولسمشر حامد کرزي سره وګوري.

 ده هيله څرګنده کړه، چې په روانه اونۍ کې د دې شورا مشر وټاکل شي؛ خو په دې اړه يې نورې څرګندونې ونه کړې.

Related Topics