ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دتکواندو ملي ټيم  په نړيوالو سياليو کې د دويم مقام په ترلاسه کولوسره هېواد ته راستون شو

دتکواندو ملي ټيم په نړيوالو سياليو کې د دويم مقام په ترلاسه کولوسره هېواد ته راستون شو

کابل(پژواک دليندۍ ٢٩مه ٩٠): دهېواد دتکواندو ملي ټيم په اردن کې ،له نړيوالو سياليو څخه دويم مقام ترلاسه او نن هېواد ته راستون شو او  دسنوکر اوموتاى سيالۍ هم پاى ته ورسېدې.

د المپيک دملي کمېټې د نشراتو مدير  محبوب سروري پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دهېواد د تکواندو ملي ټيم  په اردن کې د نړيوالو سياليو په ترڅ کې ،د  سرو زرو ٦،. دسپينو زرو ٥او  دبرونزو٨ مډالونه ترلاسه او دويم مقام يې خپل کړ.

دهغه په وينا، دتکواندو ملي لوبډله نن هېواد ته راستنه شوه او په هوايي ډګر کې د المپيک دملي کمېټې او لوبغاړو له خوا يې تود هرکلى وشو.

دا سيالۍ د ليندۍ په ٢٤ مه ،چې دنړې له ١٩ هېوادونو څخه  لويانو،ځوانانو ، تنکيو ځوانانو او کم عمره لوبغاړو  په کې گډون درلود، له   ١٩ نه تر مثبت ٨٥ کيلوګرامه وزنونو کې د اردن په پلازمينه اردن کې د دوو ورځو لپاره ترسره شوې.

د يوبل خبر له مخې،د  سنوکر سيالۍ چې ددې څانګې د ٨ غوره لوبغاړو د پېژندنې په خاطر ترسره شوې او له دې څخه  اسيايي لوبو ته د دوو غوره لوبغاړو ټاکل يې هدف و ، تېره ورځ  په کابل کې پيل اونن سرته ورسېدې

محبوب سروري زياته کړه،چې په دې لوبو کې ددې څانګې دوو لوبغاړو رييس خان سنيزي او صالح محمد محمدي وتوانېدل ،چې خپل سيالان په ګونډو کړي او اسيايي لوبو ته چې دوه مياشتې وروسته دايران په اصفهان ښار کې ترسره کېږي،لار ومومي.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.