Language

کرزى: پاکستان بايد د افغانستان په اړه خپلواک سياست ولري

کابل (پژواک ٢٩ ليندۍ ٩٠): افغان ولسمشر وايي، هيله لري پاکستان د افغانستان په اړه خپلواک سياست خپل کړي او له افغانستان سره په خپلو اړيکو کې د هند او امريکا له نظره معامله ونه کړي.  

دا څرګندونې ولسمشر حامد کرزي له يو شمېر کورنيو تلوېزونونو سره په مرکه کې، چې تراوسه نه ده خپره شوې، کړې دي.

ولسمشر حامد کرزي دغه څرګندونې په داسې حال کې کوې، چې تېره مياشت په مومندو قبايلي ايجنسۍ کې د پاکستانيو سرتېرو پر پوستو د ناټو ځواکونو په هوايي بريد کې ٢٤ پاکستان سرتېري ووژل شول، چې دې کار د امريکا او پاکستان ترمنځ اړيکې تر بل هر وخت ترينګلې کړې دي.

د دغې پېښې په غبرګون کې پاکستان د ناټو اکمالاتي لار تړلې، امريکايي ځواکونه يې له شمسي نومې هوايي اډې ووېستل او امريکا هم له پاکستان سره ٧٠٠ ميليونه ډالره کلنۍ مرسته ځنډولې ده.

د ولسمشر د ويندوى له دفتر څخه نن پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د کرزي په خبره ويل شوي، په داسې حال کې چې د پاکستانيو عسکرو په وژل کېدو کې افغانستان هېڅ لاس نه درلود او په اړه يې خپله خواشيني وښوده؛ خو سره له دې هم پاکستان د افغانستان په اړه د بن په کنفرانس کې ګډون ونه کړ.

خبرپاڼه وايي چې ولسمشر کرزي په دې مرکه کې، له پاکستان سره د افغانستان د ښو اړيکو يادونه کړې او ويلي يې دي: ((په افغانستان کې د جهاد پرمهال او ترې وروسته چې پاکستان او امريکا سره ښه ملګري وو، پاکستان د خپلو، امريکا او غرب د موخو لپاره په افغانستان کې ښه فعال وو، افراطيت هلته تقويه کېده  او هر بد عنصر چې ممکن و، په افغانستان کې ځواکمن کړى شو. د افغانستان ملت يې له امله ډېر کړاو وزغملو د سپټمبر له يوولسمې وروسته بيا له امريکا سره شو او د طالبانو حکومت يې د امريکا په همکارۍ له منځه يووړ.))

د سرچينې په وينا، کرزي همداراز ويلي دي، چې پاکستان د طالبانو د پرځولو لپاره امريکا ته ځاى ورکړ او د پاکستان له لارې افغانستان ته راغله او تر لسو کلونو پورې دواړه سره ملګري وو.

کرزي ويلي، چې امريکا هر کال له پاکستان سره د دوو ميلياردو ډالرو مرسته کوله؛ خو دا همکاري نه يواځې د دې لامل نه شوه، چې په افغانستان کې ترهګري له منځه لاړه شي، بلکې ورځ تر بلې لاځواکمنه شوه.

ولسمشر زياته کړې چې له دې سره سره يې، هېڅکله هم له پاکستان څخه ګيله ونه کړه چې ولې له امريکا څخه پيسې او يا هم ولې د امريکا ملګرى يا مخالف دى.

کرزي په دې مرکه کې ويلي دي: ((موږ له پاکستان سره خپلواک سياست درلود او ورته دوام ورکوو، موږ د ګاونډيانو ترمنځ خپلواک سياستونه تشويق کړي دي، د هغې لپاره مو ډېر لوى قېمت ورکړى دى او ورته دوام ورکوو، زموږ هيله داده چې پاکستان د افغانستان د يوه ګاونډي په توګه، خپلو ګټو ته په کتو سره عمل وکړي او اړيکې وساتي.))

 کرزي زياته کړې، شونې نه ده چې پاکستانيان له هند سره په خپل مخالفت او يا هم له هند سره زموږ په دوستۍ او يا هم له امريکا سره د خپل مخالفت او يا دوستۍ له مخې له افغانستان سره معامله وکړي.  

په دې مرکه کې ولسمشر کرزي هيله څرګنده کړې، چې پاکستان له افغانستان سره د يوه ګاونډي په توګه خپلو او د سيمې ګټو ته په کتو سره اړيکې ولري.    

دغه راز په دې مرکه کې ولسمشرکرزي، په افغانستان کې له پارلماني نظام سره مخالفت وښود او په اوسنيو شرايطو کې يې د نورو لسو کلونو لپاره هم رياستي نظام د هېواد په ګټه وباله.

د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي په ياده شوې مرکه کې ويلي: ((که چېرې موږ په افغانستان کې يو پياوړی حکومت، له سياسي لاسوهنې خلاصه د ملکي خدمتونو اداره، ملي ګوندونه، ځواکمنه ملي اردو او ملي پوليس لرلى، هغه مهال د رياستي نظام په پرتله پارلماني نظام غوره و؛ خو له بده مرغه چې افغانستان ته تراوسه دغه شرايط برابر نه دي.))

سرچينه کاږي، چې ولسمشر کرزي د خپلو خبرو په ترڅ کې زياته کړه، چې رياستي او پارلماني نظامونه په بېلابېلو ټولنو کې خپلې ګټې لري؛ خو په افغانستان کې د څو نورو راتلونکو کلونو لپاره هم رياستي نظام غوره ګڼل کېږي.

خبرپاڼه د ولسمشر له خولې ليکي: ((لږ تر لږه نورو لسو کلونو ته اړتيا ده، چې په افغانستان کې د ملي بنسټونو او د حکومت د ادارو له پياوړتيا وروسته، که وغوښتل شي، په اساسي قانون کې بدلون رامنځ ته او له مخې يې رياستي  نظام په پارلماني نظام واړول شي، له هغه مخکې په اساسي قانون کې د بدلون راوستل، په ګټه نه دي او زه ورسره موافق نه يم. ))

همداراز ولسمشر کرزي ويلي، د افغانستان راتلونکی ولسمشر بايد يو پاک، هېوادپال، د درايت او پوهې خاوند وي او د دې وړتيا ولري، چې وکولاى شي افغانستان له ستونزمن حالت څخه راوباسي او د ښې راتلونکې په لور يې رهبري کړي.

  ولسمشر کرزي په دغې مرکه کې ويلي، چې افغانستان د راتلونکې دورې لپاره داسې شخص ته اړتيا لري، چې د دې هېواد ټول خلک د ځان وبولي او د هغوی د سوکالۍ لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړي.

حامد کرزي زياته کړې: ((د افغانستان راتلونکی ولسمشر بايد په چا پورې تړلی نه وي او د هېڅ ډول فشار په وړاندې تسليم نه شي، بلکې داسې يو شخص واوسي چې د خپلواک دريځ له مخې له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان اړيکې له پخوا لا ډېرې پياوړې کړي او دې هېواد ته له نړۍ څخه مرستې راجلبې کړي.))

هغه وويل، چې له راتلونکي ولسمشر سره به له هېڅ ډول همکارۍ څخه درېغ ونه کړي.