کابل (پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٠): د سوداګرۍ او صنايعو خونه ادعا کوي، چې په ګمرکونو کې څوکۍ (دولتي پُستونه) پلورل کېږي؛ خو د ماليې وزارت دغه ادعا په کلکه ردوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې دوهم مرستيال خان جان الکوزي د ليندۍ په ٣٠ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، اداري فساد دومره زيات شوى چې د ګمرګونو څوکۍ په پيسو پلورل کېږي.
هغه زياته کړه: ((دا واقعيت دى، په خپله مامور داسې وايي، موږ چې دلته راغلي يو، پيسې مو ورکړي، نو ځکه وايم، چې دغه څوکۍ پلورل کېږي.))
الکوزي، نن د کابل پوهنتون د پاليسۍ د څېړنو مرکز او د نړيوالو خصوصي متشبثينو مرکز له خوا، په مالي سيسټم کې د اصلاحاتو په موخه جوړه شوې غونډه کې وويل، چې په ګمرکونو کې د ١٢ دولتي ارګانونو څانګې فعاليت کوي.
د هغه په وينا، په يادو شويو څانګو کې د هر اړوند وزارت د کورني تفتيش، د جمهوري رياست د شکايتونو د اورېدو، له اداري فساد سره د مبارزې، څارنوالۍ، امنيت او نورو ارګانونو څانګې شاملې دي.
د ده په وينا، دا ټولې ادارې په اداري فساد کې ښکېل دي.
الکوزي زياته کړه: ((هغوى وايي، په تعرفه کې شته او که نه شته، خداى دې وکړي چې بمونه راوړئ، واسکټونه راوړئ، په دې ملک چې هره څه کوئ؛ خو ماته پيسې راکړه، ما دا څوکۍ په ٢٠زره ډالره اخيستې ده.))
ده په داسې حال کې، چې ويل يې د دې فساد ټول زيان مستهلکينو ته رسېږي، له دولت څخه وغوښتل چې د دې ډول ستونزو د حل لپاره جدي تدابير ونيسي.
په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازي انجنير محمد کمال هم، په نننۍ غونډه کې حاضر و او د الکوزي څرګندونې يې تاييد کړې.
ده هم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ګمرکونو کې په پراخه کچه اداري فساد د دې لامل شوې، چې دولتي پُستونه يې وپلورل شي.
ده په دې اړه نورې څرګندونې ونه کړې.
د ماليې وزارت په ګمرکونو کې د اداري فساد شتون نه ردوي؛ خو د دولتي پُستونو پلور بې ځايه ادعا بولي.
د دې وزارت وياند عزيز شمس د الکوزي د څرګندونو په تړاو وويل، چې يو شمېر کسان دغه ډول څرګندونې د شخصي غرضونو له مخې کوي.
د سرچينې د څرګندونوله مخې، په ګمرکونو کې ټول کسان د اداري اصلاحاتو د ازاد رقابت له مخې په دندو ګومارل کېږي.
هغه زياته کړه: ((که چېرې څوک په دې اړه چې په ګمرکونو کې دولتي پُستونه پلورل کېږي، اسناد او شواهد لري، مهرباني دې وکړي او له موږ سره يې دې شريک کړي.))
دى وايي چې ځينې سوداګر هم په ګمرکونو کې فساد ته لاره برابروي.
هغه زياته کړه: ((ګمرکونو ته د سوداګرو له خوا اکثريت اسناد چې راځي، نا قانونه دي، د دې لپاره چې دغه اسناد خپل مراحل طى کړي، سوداګر کارکوونکو ته رشوت ورکوي.))
د افغانستان په نورو ادارو کې هم، له اداري فساد څخه سرټکول کېږي او نړيوالې ټولنې هم په دې اړه په وار، وار اندېښنه څرګنده کړې ده.
د افغانستان لوړ پوړي دولتي چارواکي هم د اداري فساد شتون مني او د له منځه وړو ژمنې يې کړې دي.
ولسمشر حامد کرزي څو ورځې مخکې په کابل کې د ادارو پر اصلاح او د معافيت له فرهنګ سره پر مبارزې ټينګار وکړ او ويې ويل، چې پر اداري فساد تورن زورواکي په هېواد کې معاف کېږي او د بهرني پاسپورت لرونکي مفسدين بهرنيو هېوادونو ته پناه وړي.
کرزي په لويو تړونونو کې لوړ پوړي دولتي چارواکي او بهرنيان هم په فساد تورن کړل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP