کابل (پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٠): د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه د مستهلکينو له حقونو د ملاتړ کمېټه جوړوي.
دغه څرګندونې دافغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې دويم مرستيال خان جان الکوزي د ليندۍ په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.
هغه وويل، چې دغه کمېټه به د مدني ټولنې، اصنافو، د پوهنتون د استادانو، کارګرانو، رسنيو او د مستهلکينو له استازو څخه په نږدې راتلونکي کې جوړه شي.
الکوزي وويل، چې دغه کمېټه به په بازار کې د بيو په اړه ستونزې او مسايل تر بحث لاندې نيسي، سوداګرو او حکومت ته به يې د حل لارې وړاندې کوي او په اړه به يې د سوداګرۍ او صنايعو خونې له چارواکو سره ناستې کوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت هم د دې ډول کمېټې رامنځته کېدل په بازار کې د توکو د بيو د تنظيم په برخه کې اغېزمن وبلل او زياته يې کړه: ((د سوداګرۍ او صنايعو وزارت تل د هغو منطقي طرحو او وړانديزونو هرکلى کوي، چې ملي ګټې خوندي کوي.))
د ياد وزارت د نړيوالې سوداګرۍ د چارو مشر مزمل شينواري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى له يادې کمېټې ملاتړ کوي.
هغه وايي، چې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت هم د مستهلکينو له حقونو څخه د ملاتړ په موخه شاوخوا يو کال مخکې يو رياست جوړ کړى دى.
سرچينې زياته کړه، چې دغه وزارت په بازار کې د سياليو د تنظيم او د مستهلکينو له حقونو څخه د دفاع د قانون مسوده هم بشپړه کړې او د تقنيني پړاوونو د وهلو په موخه يې عدليې وزارت ته سپارلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې ځيني سوداګر کله، کله په بازار کې په خپله خوښه د توکو بيې لوړوي.
په دې وروستيو د يو کيلو اوبلن ګاز بيه له ٥٠ افغانيو څه باندې سلو افغانيو ته ورسېده، خو د سوداګرۍ وزارت وويل، چې دغه بيې سوداګرو په خپل سر لوړې کړې دي.
وروسته د سوداګرۍ وزارت اوبلن ګاز بازار ته وړاندې کړ او اوس په کابل کې په دولتي پلورنځيو کې يو کيلو ګاز په ٥٥، خو په شخصي هټيو کې يو کيلو ګاز په شاوخوا اتيا افغانۍ پلورل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP