Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په پروان کې شپږ ښوونځي او يوه ديني مدرسه ورغول شول

په پروان کې شپږ ښوونځي او يوه ديني مدرسه ورغول شول

author avatar
21 Dec 2011 - 18:10
په پروان کې شپږ ښوونځي او يوه ديني مدرسه ورغول شول
author avatar
21 Dec 2011 - 18:10

چاريکار (پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٠): د پروان ولايت په سيدخېلو ولسوالۍ کې شپږ ښوونځي او يوه ديني مدرسه سمبال او ورغول شول.

 د پروان د پوهنې رييس زلمى شهيد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ښوونځي او ديني مدرسه د شپږو مياشتو په موده کې رغول شوي او کار يې نن (د ليندۍ ٣٠مه) پاى ته ورسېد.

 د نوموړي په وينا، په دغو ښوونځيو کې احاطوي دېوال، د اوبو زېرمه، تشناب، د اوبو څاه او الحاقيه ودانۍ جوړې شوې دي.

 شهيد څرګنده کړه، چې د دغو ښوونځيو او ديني مدرسې پر رغولو او سمبالښت نږدې ٧٠٠زره ډالره لګښت راغلى، چې د جاپان له خوا ورکول شوى دى.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، د حضرت ابوبکر صديق (رض) په ديني مدرسه کې د اتو خونو الحاقيه ودانۍ او احاطوي دېوال جوړ شوى دى.

 نوموړي زياته کړه، چې د ښوونځيو او ديني مدرسې په رغولو سره د مناسب ځاى، د پاکو اوبو او تشناب له اړخه د ٧٣١٥ زده کوونکو هلکانو او نجونو ستونزې هوارې شوې دي.

 د حضرت ابوبکر صديق(رض) د ديني مدرسې امر مولوي رفيع الله پژواک ته وويل، چې مخکې له دې د دوى يو شمېر زده کوونکو په جومات کې زده کړه کوله؛ خو اوس دغه ستونزه هواره شوې ده.

 د نوموړي په وينا، په ياده شوې مدرسه کې د ١٨ ښوونکو تر نظر لاندې ٦٥٣ زده کوونکي په زده کړه بوخت دي.

 د يادونې وړ ده چې تېره مياشت هم، اووه ورته پروژې د جاپان هېواد له خوا د پروان ولايت په سالنګ ولسوالۍ کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې وې.

Views: 14

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.