ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دکابل د واليبال کلپونو تر منځ د اتلولۍ سيالۍ پيل شوې

دکابل د واليبال کلپونو تر منځ د اتلولۍ سيالۍ پيل شوې

دا سيالۍ په دوه ګروپي بڼه د څلورو ټيمونو تر منځ په لاره اچول کېږي، چې د المپيک د ملي کمېټې په جمنازيوم کې به د درېيو ورځو لپاره دوام ومومي.

د واليبال فدراسيون مشر محمديونس پوپلزي نن (د مرغومې لومړۍ نېټه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا سيالۍ د مرکزي زون په سياليو کې د ګډون لپاره د لومړي، دويم او درېيم ټيم د غوراوي په موخه په لاره اچول شوې دي.

هغه زياته کړه،چې په دغو سياليو کې د سرې مياشتې، خورشيد کمپنۍ، ملي امنيت، امريکايي پوهنتون، صوفي کلب، کوهدامن، د پغمان خواجه مسافر او د کارتوګرافي ډلې ګډون لري او په دوه ګروپي بڼه د څلورو ټيمونو تر منځ ترسره کېږي.

د پوپلزي د معلوماتو له مخې، نن څلور سيالۍ ترسره کېږي، چې سره مياشت لوبډله د پغمان له خواجه مسافر لوبډلې ، د ملي امنيت لوبډله د خورشيد کمپنۍ له لوبډلې، د امريکايي پوهنتون لوبډله د کارتوګرافي له لوبډلې او صوفي کلب لوبډله د کوهدامن له لوبډلې سره ميدان ته وځي.

د سرې مياشتې په ټيم کې ذبيح الله حبيبي، چې له اتو کلونو راهيسې د واليبال په برخه کې فعاليت کوي وايي، چې د دغو سياليو لپاره يې له تېرې يوې مياشتې راهيسې چمتوالى نيولى او هيله لري، چې برى يې په برخه شي.

هغه وايي، چې د واليبال د ودې لپاره بايد نورې سيالۍ ترسره شي او دولت دې هم لوبغاړو ته لاره هواره کړي.

حبيبي زياته کړه، چې لوبغاړي کولاى شي د ښه ځلېدو له لارې ملي ټيم ته لار ومومي او په راتلونکي کې په نړيوالو سياليو کې ګډون وکړي او هېواد ته وياړ ترلاسه کړي.

 د ياونې ده، چې د روان کال د تلې په مياشت کې د اسياسي ملتونو د واليبال د سياليو د شپاړسم دور په جام کې، چې په ايران کې د ١٥ ټيمونو په ګډون ترسره شوې، د هېواد د واليبال ملي لوبډلې، ازبکستان ته په ماتې ورکولو سره لومړى مقام خپل کړ.

د اسيا د واليبال کنفدراسيون د راپور له مخې، د افغانستان د واليبال ملي لوبډله په دې بريا سره وتوانېده، چې په پنځلسم مقام کې په ځاى موندلو سره له ازبکستان څخه، چې په واليبال کې اوږد تاريخ لري، مخکې شي.

واليبال په افغانستان کې له ١٣٢٣ کال را په دېخوا دود شوى دى، خو په ١٣٣٢کال کې د الپميک د ملي کمېټې په چوکاټ کې يې په رسمي ډول فعاليت پيل کړ.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.