Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان سوداګرو تر ٢٠٠ کانټينره زيات خوراکي توکي له کراچۍ بندره بېرته وګرځول

کابل ( پژواک ٣ مرغومى٩٠ ): افغان سوداګرو په پاکستان د هغوى لپاره د رامنځته شويو  ستونزو له امله ، تر دوه سوه کانټينره زيات خوراکي توکي د کراچې له بندر څخه بېرته اړوندو هېوادونو ګرځولي دي .

 دا څرګندونې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې دويم  مرستيال  خان جان الکوزي د مرغومې په ٣ مه ، پژواک خبري اژانس ته  وکړې .

 ده وويل چې په تېرو لسو ورځو کې افغان سوداګرو له دې امله چې يخچال  لرونکيو موټرو  ته يې د پاکستان له لارې افغانستان ته د تګ اجازه نه ورکول کيږي،  ياد شوي شاوخوا دوه سوه کانټينره توکي د کراچۍ له  بندر څخه بېرته دوبى ، هندوستان او نورو هېوادونو ته ګرځولي دي .

 پاکستان له  تېرو شاوخوا لسو ورځو راهېسى ددې هېواد له کراچې څخه تر پېښوره په بېلابيلو سيمو کې د افغان سوداګرو هغه  ٥٠٠ موټر درولي، چې فريزر ( يخچال ) لري او هګۍ او غوښې يې هېواد ته رالېږدولې.

 د الکوزى په وينا، پاکستان دا توکي په دې پلمه درولي ، چې  په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته وړل کيږي .

 د پاکستان حکومت وروسته له هغه د ناټو پر اکمالاتي موټرو بنديز ولګاوه، چې شاوخوا څلور اونۍ مخکې د ناټو ځواکونو په مومند ايجنسۍ کې د پاکستاني سرتېرو پر يوه مرکز بريد وکړ او ٢٤ تنه يې ووژل .

 الکوزي وويل چې په تېرو لسو ورځو کې افغان سوداګرو په نورو هېوادونو کې خپل سوداګريز توکي افغانستان د لېږد لپاره بار کړي هم نه دي، ځکه چې په پاکستان کې يې لېږد ته اجازه نه ورکول کيږي.

 ده  د يادو ٥٠٠ درول شويو موټرو په اړه وويل  : ((  زموږ د سوداګرو ولاړ موټر هره ورځ سل امريکايي   ډالره لګښت لري ، ځکه چې په دې موټرو کې غوښه او هګۍ بار دي که ورته فريزر چالان نه شي، نو هغه خرابېږي .))

 د ده په وينا ،که څه هم  افغان سوداګر  اسناد لري، تر څو دا ثابته کړي چې ياد شوي  توکي د ناټو لپاره نه ، بلکې صادراتي توکي دي ، خو بيا هم پاکستان ورته د تګ اجازه نه ورکوي .

 د سرچينې د څرګندونو له مخې ، دوى د پاکستان د ملکي حکومت له چارواکيو سره په دې اړه خبرې کړي، خو خبرو يې ځکه مثبته پايله نه ده لرلې ،  چې ټول واک  د هغه هېواد له پوځيانو سره بولي .

 الکوزى وايي چې دوى دغه ستونزه له افغان چارواکيو سره هم شريک کړې، خو تر اوسه يې په اړه کوم جدي اقدام نه دى شوى .

 تېر کال هم په پاکستان کې د افغان سوداګرو په زرګونو کانټينره توکي  د ډېر وخت لپاره په کراچۍ بندر کې تم شوي و، خو بيا د افغان حکومت د هڅو په پايله کې پرېښودل شول.

 الکوزي له افغان چاواکيو وغوښتل چې اوس هم بايد د يادې ستونزې د حل په موخه  جدي ګامونه پورته  کړي .

 پژواک اژانس وکړه چې په دې اړه د سوداګرۍاو صنايعو وزارت او په کابل کې د  پاکستان سفارت نظر هم واخلي، خو بريالى نشو .

 د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند وحيدالله غازي خېل تېره اونۍ پژواک ته ويلي و، چې  دغه وزارت  هڅې کوي، چې دې ستونزې ته د حل لاره پيدا کړي .

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.