لښکرګاه، کابل ( پژواک ٣ مرغومى ٩٠ ) : ايساف وايي چې په هلمند ولايت کې يې يوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده، خو طالبان بيا ادعا کوي چې دا چورلکه يې ويشتلې ده.
په کابل کې د ايساف د ګډې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د مرغومي په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې چورلکې پرون مازيګر د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته کړې وه.
سرچينې زياته کړې چې په چورلکه کې ناست کسان ژغورل شوي، خو د ايساف مطبوعاتي دفتر په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.
بلخوا وسلوالو طالبانو بيا ادعا کړې چې دا چورلکه يې ويشتلې او غورځولې ده.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې تېره ورځ مازيګرمهال د ګرشک ولسوالۍ د اوپاشک په سيمه کې دامريکايي ځواکونو يوې پوځي چورلکې چې په ډېره کمه ارتفاع کې يې الوتنه کوله، د طالبانو له خوا په راکټ ووېشتل شوه.
هغه زياته کړه چې ددې بريد له امله چورلکه غورځېدلې او پکې ناست ټول کسان وژل شوي دي.