Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د زده کوونکو لپاره مرسته شوي خوراکي توکي په بازارونو کې پلورل کېږي

مهترلام (پژواک ٣ مرغومى ٩٠): د لغمان د ښوونځيو د زده کوونکو په نوم مرسته شوي بيسکېټ او غوړي، سره له دې چې پلورل يې منع دي، په ښکاره توګه په بازارونو کې پلورل کېږي.

دغه بيسکېټ دجاپان دخلکو او حکومت مرسته ده،چې د نړيوال خوراکي سازمان (ډبليو.اېف.پي) له خوا د پوهنې رياست له لارې ښونځيو ته وېشل کېږي.

که څه هم د بيسکېټو پر کارتونونو څرګند ليکل شوي، چې پلورل يې منع دي او دا يوه تحفه ده، خو د مهترلام ښار دوکانونه ترې ډک دي.

همدارنګه هغه اوبلن غوړي، چې په پلاستيکي بوشکو او پيپونو کې راځي، د امريکا د متحدو ايالتونو د خلکو له خوا د ښوونځيو د د زده کوونکو په نوم مرسته کېږي، ښکاره پرې ليکل شوي چې نه يواځې پلور، بلکې تبادله يې هم منع ده.

دغه مرسته شوي مواد نه يواځې د مهترلام په ښار کې پلورل کېږي، بلکې نورو ولايتونو ته هم له دغه ښاره د قاچاق په ډول وړل کېږي.

ظابط ننګيالي، چې د مهترلام اړوند د تيرګړيو پله د پوليسو په پوسته کې دنده اجرا کوي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې څو ورځې وړاندې يې له يوه موټر څخه ٤٠٠ پيپه د زده کوونکو په نوم راغلي غوړي ښکته کړل.

د هغه په وينا، دغه غوړي د يوه تن له خوا ننګرهار ته قاچاق کېدل، چې ونيول شو او د لغمان امنيه قوماندانۍ ته يې وسپاره.

ننګيالى زياتوي، چې وخت نا وخت دوى د تلاشۍ پر مهال قاچاقي غوړي او بيسکېټ نيسي.

دلغمان د پوهنې رياست تدريسي مرستيال محمد کريم رحيميهم مني، چې د زده کوونکو په نوم راغلي بيسکېټ او غوړي په بازارونو کې پلورل کېږي.

 هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دوى څو ځلې له پوليسو، تفتيش او نورو اړوند څانګو څخه غوښتي، چې د دغه قاچاق په مخنيوي کې ورسره مرسته وکړي، خو تر اوسه ورسره مرسته نه ده شوې.

 خو هغه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې دغه غوړي او بيسکېټ پوهنې رياست ته سپارل کېږي، له هغه ځايه څنګه د سوداګرو او خلکو لاسته ورځي؟ معلومات ورنه کړل.

د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، دغه مهال په لغمان کې په ټوليزه توګه ۱۰۶ لېسې، ۵۰منځني او۹۰لومړني ښوونځي شتون لري.

رحيمي وويل، چې دوی په کال کې شپږ مياشتې د بيسکېټو وېش لري، چې لهدوهمهتر نهم ټولګی پورې، په هر ځل وېش کې هر يوه زده کوونکي ته ۲۶پاکټه ورکول کېږي.

د نوموړي په وينا، دغه بيسکېټ د يوه قرارداد له مخې د نړيوال خوراکي سازمان له خوا وېشل کېږي او لومړي ټولګي ته ځکه نه ورکول کېږي؛ چې د قرارداد پر مهال د هغوى کره شمېره نه وي معلومه.

خو نوموړى زياتوي، چې د غيرحاضرو زده کونکو ونډه پر لومړيو ټولګيو وېشل کېږي.

هغه دا هم وويل، چې غوړي يواځې نجونو زده کوونکو ته ورکول کېږي.

تدريسي مرستيال زياته کړه، چې (W.F.P) له دوی سره هرکال قرارداد کوي.

 نوموړى وايي، چې لهلسم څخه تر دوولسم ټولګي پورېنجونو زده کوونکو، هرې يوې ته دوه دوه ٤،٧اوله دوهم ټولګي څخه تر نهم ټولګي پورې هرې يوې ته ۳،۷ لېتره پيپ غوړي ورکول کېږی.

دغه غوړي پر هټيوالو په ٤٢٠ پاکستانۍ کلدارۍ پلورل کېږي او هغوى يې بيا په ٤٥٠ کلدارو پلوري.

د مهترلام ښار يوه دوکاندار قاري حشمت الله احمدزي د خپل دوکان په يوه کونج کې د ښوونځيو دغه مرسته شوي بيسکېټ ايښي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه بيسکېټ ورته د يو شمېر زده کونکو له خوا ور وړل کېږي او دوى هر پاکټ ورنه په پنځه کلدارې پېري او بيا يې په لسو کلدارو پلوري.

احمدزى مني، چې د دغو بيسکېټو پلورل منع دي، خو وايي، چې تر اوسه ورته اړوند چارواکو کوم خبردارى نه دى ورکړى؛ نو ځکه په ښکاره ډول پلورل کېږي.

که څه هم دغه هټيوال وايي، چې دوى ته زده کوونکي بيسکېټ راوړي، خو په ځينو هټيو کې ډک کارتنونه خرڅلاو ته اېښودل شوي او داسې ښيي، چې ځيني پټ لاسونه شته، چې په دومره کچه مرسته شوي بيسکېټ تر بازاره رسوي.

 په مهترلام ښار کې دشهيد ډاکترعبدالله لغماني دلېسېيوه ښوونکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستلشي،پژواک ته وويل، چېدوى هره مياشت د بيسکېټو وېش لري.

هغه وايي، چې زده کوونکو ته دوى په شمار ٢٦ پاکټه بيسکېټ ورکوي او په دوکانونو کې د هغو بشپړ کارتنونه پلورل کېږي.

دغه ښوونکي دا په ډاګه نه کړه، چې څنګه د زده کوونکو حق په بازارونو کې پلورل کېږي؟

 ديادې لېسې د شپږمټولګي زده کوونکي فولاد پژواک ته وويل، چې دوی بيسکېټ کور ته وړي او نه يې پلوري.

خو دمستورې لېسېداومټولګي زده کوونکې مبينه بيا وايي، چې دوی ته٢٢ پاکټه بيسکېټ ورکول کېږی،خو له دې امله چې ورته خوند نه ورکوي، په دوکان کې يې پلوري.

دلغمان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ،چې له نږدې دوو مياشتو راهيسېپر دې دنده ګومارل شوى، پژواک ته وويل، چې دوی خپلو کشفي او امنيتي اورګانونو ته امر کړى، څو دغه ډول قاچاقچيان ونيسي.

د نوموړي په وينا، دوى هټيوالو ته هم خبردارى ورکړى، چې د ښوونځيو بيسکېټ او غوړيو پېر او پلور منع دى او بايد ډډه ترې وکړي.

 دغه غوړي او بيسکېټ په داسي حال کې د مهترلام ښار په هټيو کې پلورل کېږي او هم يې نورو سيمو ته د قاچاق لړۍ روانه ده، چې ياد مواد د يوه پلاوي پر وړاندې پوهنې رياست ته سپارل کېږي.

په لغمان کې د (W.F.P) د څانګې مشر ميړني نيازيپژواک ته وويل، چې دوى د رڼې توزيع په موخه د ولايت مقام ته وړانديز کوي او له هغه لوري ورته پلاوى ټاکل کېږي.

د نوموړي په وينا، په لغمان کې دوه ګودامونه لري، چې يو يې دمعارف په مرکزي مديريت اوبل يې د ډاکترعبدالله لغماني په لېسه کې دى.

د مېړني د څرګندونو له مخې، دوى په ننګرهار کې د نړيوال خوراکي پروګرام له دفتر څخه ياد شوي مواد لغمان ته وړي او د پوهنې رياست له خوا هغو ښوونځيو ته وېشل کېږي، چې د دوى له خوا سروې شوي وي.

 هغه زياته کړه: ((موږ هم خواشينييو چې ولې دغه وړيا مواد په بازارکې پلورل کېږي؟))

هغه همدارنګه وويل، چې د دوى مسووليت له ننګرهاره ترلغمانه دموادورسول اوسروې شوي ښوونځيوته خپله ونډه ورکول دي، خو دا چې بازارونو ته راوځي، دوى يې هم په اړه معلومات نه لري.

دا يواځې مهترلام نه دى، چې د زده کوونکو په نوم راغلي مرسته شوي مواد په کې پلورل کېږي، د پلازمېنې کابل په ګډون په ګڼو ولايتونو کې دغه پلور روان دى.

 که څه هم د پوهنې وزارت هر کال په خپلو ځانګړو ورځو کې د دغه وزارت په لاسته راوړنو وياړي، خو تر اوسه په دې نه دى توانيدلى، چې د زده کوونکو په نوم د مرسته شوو توکو د پلور مخه ونيسي.

په ځينو سيمو کې خو د زده کوونکو لپاره راغلي کتابونه هم په داسې حال کې پلورل کېږي، چې ګڼ شمېر زده کوونکي د کتابونو له نه شتون سره مخ دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.