اسعد اباد ( پژواک ٣ مرغومى ٩٠ ) : په کونړ ولايت کې ديوه قوماندان په ګډون ٩ وسلوال مخالفين له دولت سره يو ځاى شول.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د مرغومي په درېيمه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان د عبدالله په نامه دخپل قوماندان په ګډون د سولې له پروګرام سره يو ځاى شول.
هغه زياته کړه چې دغوکسانو له ځانه سره يو ميل پيکا،يو ميل راکټ ،اوه ميله کلاشينکوفونه او يوه اندازه مهمات هم راوړي دي.
له دولت سره يوځاى شوى طالب قوماندان عبدالله وايي چې دوى د سرکاڼو او خاص کونړ په ولسواليو کې ددولت پر ضد وسلوال فعاليت کاوه.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې دوى په اسلام کې د بشپړ اسلامي نظام د نافذېدو په موخه ټوپک رااخيستى و، خو اوس ويې ليدل چې په افغانستان کې اسلامي حکومت شتون لري، نو ځکه يې وسله پر ځمکه کېښوده.
نوموړي ژمنه وکړه، چې خپلو نورو ملګرو سره به هم خبرې وکړي او هغوى به هم وهڅوي ،چې له دولت سره يو ځاى شي .
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا دا خبرهردوي، چې ګوندې طالبان له دولت سره يو ځاى شوي دي.
هغه پژواک اژانس ته په يوه ټېلېفوني پيغام کې ويلي، چې ياد شوي کسان طالبان نه دي او دولت پخپله له جعلي کسانو مخالفين جوړ کړي دي.
Views: 16
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP