Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نورو بهرنيو هوايي شرکتونو ته د فعاليت داجازې له ورکولو سره مخالفت وښودل شو

 کابل (پژواک ٣ مرغومى ٩٠): د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د حکومت له هغې تګلارې سره  مخالفت وکړ، چې له مخې به يې  په هېواد کې نورو بهرنيو هوايي شرکتونو ته هم د فعاليت اجازه ورکړل شي.

د افغانستان د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې، الامارات، فلاى دوبى، ګلف ايير، ترکېش ايرلاين، اينډين ايرلاين، اير اينډيا، پى آى اې، اسمان ايرلاين، اذربايجان ايرلاين او قطر اېرويز هغه بهرني هوايي شرکتونه دي، چې دغه مهال د کابل له نړيوال هوايي ډګر څخه يواځې بهرني پروازونه لري.

په افغانستان کې يو دولتي هوايي شرکت (اريانا) او دوه خصوصي هوايي شرکتونه  (کام اير او صافي اېرويز) هم فعاليت لري او په هېواد کې د ننه او يو شمېر بهرنيو هېوادونو ته  پروازونه لري.

خو د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت وايي،  په يوه داسې تګلاره کار کوي، چې له مخې به يې  نورو بهرنيو هوايي شرکتونو ته هم اجازه ورکړل شي، چې  د کابل له نړيوال هوايي ډګر څخه بهرني پروازونه ولري.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د عامل پلاوي مشر محمدقربان حقجو د ليندۍ په ٣مه په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل، چې ياده جوړېدونکې  تګلاره د هېواد د اوږدمهالې اقتصادي پرمختيا په ګټه نه ده.  

د هغه په وينا، کورني هوايي شرکتونه (اريانا، کام اير او صافي اېرويز) د دې وړتيا نه لري، چې له بهرنيو شرکتونو سره په بازار کې سيالي وکړي.

 د ده په اند، که چېرې د حکومت له خوا په هېواد کې نورو بهرنيو شرکتونو ته، چې د خپلو حکومتونو له خوا يې بشپړ ملاتړ کېږي، د فعاليت اجازه ورکړل شي، کورني شرکتونه به په شاوخوا شپږو مياشتو کې سقوط وکړي.  

 دغه راز هغه وويل، چې دغه مهال د اريانا، کام اير او صافي اېرويز کورنيو شرکتونو کې ١٨٠٠ تنو ته د کار زمينه برابره شوې او که دغه شرکتونه سقوط وکړي، ياد کسان به هم وزګار شي. 

 هغه وېره څرګنده کړه، چې که چېرې په افغانستان کې نا امني زياته شي، بيا به  بهرني هوايي شرکتونه هم په افغانستان کې خپل فعاليتونه بندکړي.  

 حقجو زياته کړه: ((درې کاله مخکې د کابل پر هوايي ډګر  معمولي راکټي بريد وشو، د دوبۍ يو هوايي شرکت (Fly Dubai) خپلې الوتنې  ودرولې او په  خپله ويبپاڼه کې يې وليکل، چې افغانستان ته الوتنې مصئونې نه دي.))

 په نننۍ خبري  ناسته کې د اريانا، کام اېر او صافي اېرويز هوايي شرکتونو استازو هم برخه اخيستې وه.

 د کام اېير شرکت مرستيال فريد پيکار وويل، چې د افغانستان د هوايي چلند سکتور دومره بوخت او پراخه نه دى، چې نورو بهرنيو هوايي شرکتونو ته هم په افغانستان کې د فعاليت اجازه ورکړل شي.

 هغه  زياته کړه : (( دا چې نور شرکتونه راځي دا په دې مانا ده چې دغه کوچنى مارکېټ له هغوى سره نيم کول دي .))

 د ده په وينا، که نورو بهرنيو شرکتونو ته چې د خپلو حکومتونو له خوا يې ملاتړ کيږي ، په افغانستان کې د فعاليت اجازه ورکړل شي، نو کورني شرکتونه به چې د حکومت لخوا يې ملاتړ نه کېږي ، ژر له پېښو وغورځوي .

 خو د افغانستان د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت وياند ننګيالي قلاتوال پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغانستان ته او له دې هېواد څخه بهر ته د نورو بهرنيو هوايي شرکتونو پروازونو ته اجازه ورکول د هېواد په ګټه دي، ځکه چې په دې برخه کې خدمتونه ډېريږي او خلکو ته اسانتياوې رامنځته کيږي .

 هغه وايي : (( داسې چې موږ غواړو  چې الوتکې مو د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته الوتنې ولري ، په مقابل کې بهرني هېوادونه هم غواړي چې په افغانستان کې فعاليت ولري .))

 دده په وينا، نورو بهرنيو هوايي شرکتونو ته د فعاليت د اجازې ورکولو پر تګلارې کار روان دى، چې په اړه به يې جزييات تر بشپړېدو وروسته معلوم شي .

 سرچينې وويل چې دغه تګلاره به د کورنيو هوايي شرکتونو د کړنو لپاره هېڅ ستونزه رامنځته نه کړي .

 دى وايي، چې حکومت تراوسه هم له کورنيو هوايي شرکتونو څخه ملاتړ کړى او د بهرنيو پروازونو اسانتياوې يې ورته برابرې کړې دي  او تر دې وروسته به هم ملاتړ ترې وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې  هم نن اعلان وکړ چې د دې خونې په چوکاټ کې به  په نږدې راتلونکي کې  د کورنيو هوايي شرکتونو له  حقونو څخه د دفاع  يوه ټولنه په کار پېل وکړي .

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.