ګردېز ، لښکرګاه (پژواک ٣ مرغومي ٩٠): د پکتيا او هلمند ولايتونو چارواکي وايي، چې په بېلا بېلو عملياتو کې يې زرګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه کړي دي.
د پکتيا ولايت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه نن (د مرغومي په ٣ مه) پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې څلور نيم زره کيلو ګرامه چرس يې ددې ولايت د احمد ابا په ولسوالۍ کې د کشفي ارګانونو د راپورونو له مخې، پوليسو نيولي دي.
د سرچينې په وينا، ياد چرس په ٦٤ بوريو کې په يو کور کې ځاى پر ځاى شوي وو او غوښتل يې چې له دغه ځايه يې ګاونډي هيواد پاکستان ته ولېږدوي.
خبرپاڼه کاږي، چې په همدې سيمه کې يې د پلټنو پرمهال اووه د هاوان مرمۍ هم ترلاسه کړي، خو د دې ټولو په تور تراوسه څوک نه دي نيول شوي.
سرچينه زياتوي، چې دغه چرس اوس مهال ګردېز ته لېږدول شوي او په پام کې ده، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست ته وسپارل شي.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې نيول شوي چرس له ګاونډيو ولايتونو څخه پکتيا ته راوړل شوي وو او له دې ځاى څخه پاکستان ته ليږدول کيدل.
د يادونې ده، چې څه موده مخکې هم په پکتيا ولايت کې درې زره او پنځه سوه کيلوګرامه چرس د پوليسو له خوا نيول شوي وو او له منځه يې يووړل.
د يوه بل خبر له مخې ،د هلمند ولايت پوليسو هم سلګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه کړي دي.
د هلمند ولايت مقام مطبوعاتي دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هغو پټو معلوماتو پربنسټ ، چې د هلمند د واشېر ولسوالۍ پوليسوترلاسه كړي، تېره ورځ ددې ولسوالۍ په اړونده سيمه کې له يوه سراچه موټر څخه ٢٨٠ کيلو ګرامه وچ تارياک ترلاسه کړل.
سرچينې زياته کړه چې د يادو تارياكو قاچاق وړونكي په تېښته بريالي شوي اودوى غوښتل دغه تارياك له ګاونډيو هيوادونو سره ګډې پولې ته ولېږدوي اوله هغه ځايه يې بهرنيو هيوادونوته واستوي .