Language

د وسلوالو مخالفينو د يوه قوماندان په ګډون درې تنه ووژل شول

لښکرګاه ( پژواک ٤ مرغومى ٩٠ ) : د هلمند ولايت مسوولين وايي چې دافغان او ناټو ځواکونو په ګډو عملياتو کې د وسلوالو مخالفينو د يوه قوماندان  په ګډون درې تنه وژل شوي  او درې نور ژوندي نيول شوي دي.

ددې ولايت د والي وياند داوود احمدي د مرغومي په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد شوى قوماندان پرون د ګرشك ولسوالۍ اوشوراب پوځي اډې ترمنځ پرلويه لارهغه مهال ووژل شو، كله چې وسلوالومخالفينود كمين په ترڅ كې په پوليسو بريد وكړ.

هغه زياته کړه چې ددې نښتې په ترڅ کې د ملي اردوسرتيري يې مرستې ته ورسېدل ، چې په پايله كې يې يوتن قوماندان ووژل شواو درى ملګري يې ژوندي نيول شوي دي.

په دې نښته كې پوليسواو د ملي اردوسرتېروته كوم زيان نه دى اوښتى.

دغه راز سرچينې زياته کړې چې وړمه ورځ ددې ولسوالۍ په يخچال سيمه كې د ملي اردو  د سرتيروله خوا يوتن بهرنى وسلوال مخالف له يوميل كلاشينكوف سره ژوندى نيولى اوپه نوموړې سيمه كې يې درې كړۍ ماينونه هم كشف اوشنډ كړي دي.

دغه راز سرچينې زياته کړې چې په سنګين ولسوالۍ كې د ناټوځواكونو له خوا په راكټي بريدونوكې دوه تنه ورانکاري وژل شوي اودوه نورټپيان شوي دي.

دغه دوه تنه هغه مهال د شنبې په شپه د ايساف ځواکونو له خوا ووژل شول،كله چې دوى غوښتل په سيمه كې ماين ځاى پرځاى کړي .

ديو بل خبرله مخې،په هلمند كې د ملي امنيت منسوبينو يوه اندازه وسلې او چاودېدونكي توكي نيولي دي

د ولايت له مقام څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې ياد توکي د هغو  ځانګړيو عملياتو په ترڅ كې چې په هلمند كې د ملي امنيت د منسوبينو له خوا په نادعلي ولسوالۍ كې پرون ترسره کړي، ترلاسه شوي دي.

سرچينې زياته کړه چې په دې توکيو کې اوه كړۍ د ټانک ضد ماينونه،درې ميله كلاشينكوفونه،دوه ميله ۳۰۳برټوپكونه،پنځه د راكټ اندازمرمۍ،پنځوس كيلو ګرامه چاودېدونكي توكي، لس كړۍ لاسي بمونه،د كلاشينكوف سل فيره مرمۍ او يو شمېر د ماينونوكپسولونه شامل دي.

له يادو توكيو سره د تړاو په تورڅوك نه دي نيول شوي او پلټنې روانې دي.