کابل (پژواک ٤ مرغومى ٩٠): د سترې محکمې رييس وايي، چې که د قضايي کړنو د پېچلتيا په اړه په سيستم او يا قانون کې ستونزه شتون ولري، د سيستم د بدلون او د قانون د تعديل وړانديز به وکړي.
د سترې محکمې مشر او قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي د مرغومي په ٤ مه، دغه څرګندونې د قضايي کړنو د ساده کولو په اړه جوړ شوي سيمينار کې تر وينا وروسته خبريالانو ته وکړې.
په ياد شوي څلور ورځني سيمينار کې ،چې نن يې د پيل ورځ وه ، له ټولو ولايتونو څخه يو شمېر قاضيانو او د قضايي سيستم يوشمېر متخصصينو برخه اخيستې ده .
عظيمي وايي ، ددې سيمينار په بحثونو کې به څرګنده شي ، چې د کړنو د پېچليتا ستونزه په څه کې ده .
هغه زياته کړه ، چې په دې سيمينار کې به په ياده برخه کې شته ستونزو ته د حل لارې په ګوته شي .
په دې سيمينار کې د افغانستان د عدليې وزير حبيب الله غالب هم خبرې وکړې او ويې ويل چې په قضايي کړنو کې د پيچلتيا ستونزې ته د حل لارې موندلو په موخه ددې ډول سيمينار جوړول اړين و.
غالب وويل چې څارنوالان او قاضايان خپلو مهمو مسووليتونو ته پام سره بايد په خپلو کارونو کې ډېر دقيق او حساس واوسي، ترڅو عدالت په ښه توګه پلى شي .
د افغانستان لوى څارنوال محمد اسحاق الکو هم په دې سيمينار کې ونډه لرله او د دې سيمينار په لاره اچول يې د قضايي کړنو د ساده کولو په برخه کې يو اغېزمن اقدام وباله .
د هغه په وينا ، همدا قضايي اجراات دي ، چې له لارې يې کېداى شي قانون په سمه توګه پلى ، د ملت او حکومت ترمنځ اعتماد پياوړى شي .