جلااباد (پژواک ٥ مرغومى ٩٠): د جلال اباد يو شمېر ښاريانو او زده کوونکو په دغه ښار کې د شخصي ښوونځيو له لوړ فيس او د فيس په نه ورکولو له ښوونځيو د زده کوونکو په ايستلو د ولسي جرګې پلاوي ته شکايت وکړ.
د جلا اباد ښار يوه استوګن محمد زبير له ښوونځيو د شړل شويو لسګونو ماشومانو او د هغوى له پلرونو سره يو ځاى د ولسي جرګې لخ پلاوي سره وليدل او هغوى ته يې په دې اړه شکايت وکړ.
په ولسي جرګه کې له قانون څخه د ملاتړ د ايتلاف د مشر حاجي عبدالظاهر قدير په مشرۍ د ولسي جرګې يو پلاوى جلال اباد ته د خلکو د ستونزو اورېدلو په موخه راغلى دى.
محمد زبير پلاوي ته د شکايت د وړاندې کولو پر مهال وويل: ((شمس لندن اکاډمي او کابل نړيوالو ښوونځي زموږ له ماشومانو د مياشتې څلور زره افغانۍ فيس غواړي، چې د نه ورکولو په صورت کې يې له ښوونځي څخه خارج کړي دي.))
نوموړي زياته کړه، چې د يادو ښوونځيو ملاتړ په لوړه کچه د پوهنې په وزارت کې کېږي، چې د ننګرهار د پوهنې چارواکي يې په کنټرول کې پاتې راغلي دي.
له قانون څخه د ملاتړ اېتلاف مشر حاجي عبدالظاهر قدير ورغلو خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د پوهنې له وزير سره يې خبرې کړې او وزارت د شنبې په ورځ يو لوړپوړى پلاوى ننګرهار ته استولى دى.
هغه زياته کړه : ((شخصي ښوونځي دې د خلکو غربت په پام کې ونيسي، که نه وي، لوړ فيس به يې هېڅکله و نه زغمو.))
د ننګرهار پوهنې رياست مرستيال اول ګل ابو زاهد پژواک اژانس ته وويل، چې څو ځلې يې د رياست کارکوونکي د ستونزې د هواري په موخه شمس لندن او کابل نړيوال ښوونځي ته ورغلي، خو په وينا يې، نه يواځې دا چې هغوى يې پروا نه ده کړې، د رياست د کارکوونکو سپکاوى يې هم کړى دى.
ابو زاهد وويل: ((د لايحې له مخې د خصوصي ښوونځيو فيس تر دوولسم ټولګي له څلورسوه افغانيو څخه تر اته سوه افغانيو ټاکل شوى دى.))
د نوموړي په وينا، په ننګرهار کې له دوه دېرش شخصي ښوونځيو څخه نولس يې رسمي جوازونه لري، چې يواځې دغه دوه ښوونځي خپلسري فيسونه اخلي او د لايحې پروا نه ساتي.
د پوهنې د رياست مرستيال زياته کړه، چې دغه لايحه د ولايتي شورا، د ښوونځيو د اتحاديې او ښاري ګذر له لوري په ګډه جوړه شوې ده.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ابرارالله مراد پژواک اژانس ته وويل، چې په دغو دواړو ښوونځيو کې د پوهنې وزارت لوړ پوړي چارواکي شريک دي.
نوموړي دغه چارواکي تورن کړل، چې د ننګرهار د پوهنې رياست اوه سوه پوستونه يې پلورلي دي.
د کابل نړيوال ښوونځي مشر قاضي غلام سخي پژواک اژانس ته وويل، هغه زده کوونکي يې خارج کړي، چې د نهو مياشتو فيس پرې پاتې دى.
نوموړي زياته کړه: ((تر څو چې پوهنې وزارت لايحه نه وي جوړه کړې، مياشتنى فيس نه شم راټيټولاى.))
د پوهنې وزارت د خصوصي ښوونځيو د څارنې مشر نصرالله کبير، چې د يوه پلاوي په مشرۍ جلال اباد ته راغلى، پژواک اژانس ته وويل، چې تېر ماښام يې دواړه ښوونځي دې ته اړ کړل، چې د ښوونيز کال تر پايه د لايحې له مخې فيس واخلي.
نصرالله په دغو ښوونځيو کې د خپلو مشرانو شراکت رد کړ.
نوموړي زياته کړه، چې د روان لمريز کال په اوږدو کې يواځې د کابل ښار له شپېتو شخصي ښوونځيو څخه دوه پنځوس يې له توصيې او اخطار سربېره د تړلو تر بريده مجازات کړي دي.
د يادونې ده، چې له درېيو ورځو راهيسې د شخصي ښوونځيو د لوړو فيسونو ستونزه د ننګرهار چارواکو ته په لوى سرخوږي بدله شوې ده.